د افغانستان په اړه د لندن په کنفرانس کې ۵۰ هیوادونو د استازو ګډون

137087
د افغانستان په اړه د لندن په کنفرانس کې ۵۰ هیوادونو د استازو ګډون

د افغانستان په اړه د لندن نړۍوال کنفرانس د افغانستان د اجراییوي ریس ډاکټر عبدالله عبدالله او د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هاموند په ویناګانو پیل شو.
د ویلو ده چې دا کنفرانس ته دوه ورځي دوام وکړي . په کنفرانس کې د نړۍ د څه باندې ۵۰ هیوادونو او ۲۴ نړۍوالو سازمانونو استازو ګډون کړی دی .
په کنفرانس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف هم ګډون کړی دی .
تمه کیږي چې پدې کنفرانس کې د انګلستان لومړی وزیر دیوید کامرون، د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم ویناوې وکړي .
پدې کنفرانس کې به د افغانستان لپاره د لا زیاتو مرستو غوښتنه کیږي.
د یادولو وړ ده چې انګلستان دا دریم ځل دی چې د افغانستان لپاره نړۍوال کنفرانسونه جوړوي. پدې کنفرانس کې به هم د تیرو کنفرانسونو په څیر د افغانستان د بیاجوړولو او روښانه راتلونکي په اړه د نړۍوالې ټولنې نه د افغانستان لپاره د مرستو غوښتنه وشي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه