د كابل پر امنيې قوماندانۍ  ځانمرګى بريد

طالبانو پر قوماندانۍ د بريد پړه پر غاړه اخيستې ده

185985
د كابل پر امنيې قوماندانۍ  ځانمرګى بريد


نن سهار د كابل د امنيتي قوماندانۍ په ودانۍ كې د يوې چاودنې په پايله كې لږ تر لږه يو تن ووژل شو او ۶ تنه نور ټپيان شول.
د كابل د امنيې قوماندان جنرال ظاهر ظاهر د پېښې په اړه وويل چې بريد د ودانۍ په دريم پوړ كې ترسره شوى دى. په بريد كې د نوموړي د دفتر آمر ډګروال محمد ياسين وژل شوى دى. د ظاهر په وينا د بريد په اړه هر اړخيز معلومات په لاس كې نشته دى.
دا پداسې حال كې ده چې نن سهار شاوخوا اوه بجې د كابل ولايت د اتمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د سرك د غاړې په ګلدانۍ كې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونكي مواد هم وچاودېدل.
د بله پلوه طالبانو پر قوماندانۍ د بريد پړه پر غاړه اخيستې ده او ويلي دي چې بريد كوونكى ځانمرګى وو او د پوليسو په يونيفورم كې قوماندانۍ ته ننوتى وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه