ولسمشر اردوغان د یو تاریخي سفر په ترڅ کې کابل ته ورسید
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یو تاریخي سفر په ترڅ کې افغانستان ته سفر وکړ.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یو تاریخي سفر په ترڅ کې افغانستان ته سفر وکړ.
ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د ترکیې په ځايي وخت د غرمې په ۱۱ بجو او ۵۰ دقیقو کابل ته ورسید. د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه د کابل په هوايي ډګر کې په افغانستان کې د ترکیې سفیر او یو شمیر لوړپوړو چارواکیو هر کلی وکړ.
ولسمشر اردوغان چې د یو یو ورځني سفر په ترڅ کې کابل ته تللی دی لومړی به د افغان ولسمشر اشرف غني احمد زي سره لیدنه وکړي. د ولسمشر اردوغان نه به د ارګ په ماڼۍ کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني احمد زي لخوا د رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وشوي.
د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د هیواد مرستیال لومړی وزیر نعمان کورتولموش ،د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو، د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي او د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر تانر یلدز ملګرتیا کوي.
ولسمشر اردوغان به په کابل کې د خپلو لیدونو کتنو نه وروسته نن د ماښام په ساعتونو کې بیرته هیواد ته راستون شي.