۲۰۰ تنه افغان میرمنې د نظامي زده کړو په موخه ترکیې ته راستول کیږي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي په پام کې لري چې د ۱۲ او ۱۴ ټولګیو ۲۰۰ تنه ښځینه فارغینې د نظامي زده کړو په موخه ترکیې ته واستوي.
127227
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ښځو د چارو او بشري حقونو ریسې مل پاسوال حکمت شاهي د دولتي ادارتو او غیرې دولتي مدني ټولنو سره د همغږۍ په غونډه کې وویل په پام کې ده چې د ۱۲ او ۱۴ ټولګیو ۲۰۰ تنه ښځینه فارغینې د نظامي زده کړو په موخه ترکیې ته استول شي.
نوموړې زیاته کړه چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یو لنډ مهاله پلان له مخې په کورنیو چارو وزارت کې ۵۰۰۰ بستونه د ښځو لپاره ځانګړې کړي دي .
نوموړې زیاته کړه چې پدې ۵۰۰۰ بستونو کې به د ۱۲ او ۱۴ ټولګیو ښځینه فارغینې چې واجد د شرایطو وي د یوې یا دوه دورو تعلیمي زده کړو نه ځای په ځای کړي.
نوموړې زیاته کړه چې ۲۱ تنه ښځینه پولیسې د مسلکې زده کړو په موخه کوریا او نیپال هیوادونو ته استول شوي دي چې دادی ۲۰۰ تنې نورې به ترکیې ته واستول شي.