په کونړ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو په نښته کې ۱۸ تنه وژل شوي

124178
په کونړ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو په نښته کې ۱۸ تنه وژل شوي

طالبانو نن د افغانستان د کونړ او پکتیا په ولایتونو کې په ډله ییزو بریدونو لاس پورې کړی دی .
د کونړ د امنیتي چارواکیو د معلوماتو له مخې طالبانو نن د سهار په ساعتونو کې  د ماڼوګي په ولسوالۍ ډله يير برید وکړ چې وروسته د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځه نښته پيل شوه.
د بله پلوه د کونړ امنیتي چارواکیو ویلي دي چې ماڼوګي ولسوالۍ ته يي تازه ځواکونه استولي دي .د کونړ والي شجاع الملک  د اناتولیا خبري اژانس ته ویلي دي چې پدې نښته کې  ۱۸ تنه وژل شوي چې  ۱۵ تنه يي طالب اورپکي او درې تنه افغان سرتیري دي.نوموړي ویلي دي چې په نښته کې  ۱۷ تنه  طالب اورپکي او ۴ تنه امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي . 
د بله پلوه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د تویټر له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په پوستو برید کړې او ۱۱ تنه افغان سرتیري وژلي دي . ذبیح الله مجاهد په نښته کې د دوو تنو طالبانو د وژل کیدو نه هم خبر ورکړی دی .
د بله پلوه د پکتیا چارواکیو هم ویلي دي چې شاوخوا ۴۰ تنو طالبانو په یاد شوي ولایت کې د امنیتي ځواکونو په پوستو ډله ییز برید کړی دی چې په پایله کې سختې نښتې پیل شوي دي .
د پکتیا امنیتي چارواکیو هم د په نښتو کې د مرګ ژوبلې د شمیرو په اړه څه ندي ویلي .
د بله پلوه ۶ تنه افغان پولیسو د طالبانو سره یو ځای شول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر د حساب له لارې د نوموړو ۶ تنو تسلیم شوو سرتیرو نومونه هم خپاره کړي دي چې په لاندې ډول دي.
نیاز محمد د شاولي زوی، ستر محمد د خونه ګل زوی، کودامن د انار زوی، کمین خان د سید محمد زوی، خانزیب د نواب خان زوی او لعل پور د اشرف خان زوی.
د ویلو ده چې دا شپږ تنه افغان امنیتی سرتیري د قندهار په ولایت کې طالبانو سره یو ځای شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه