شپیګل خبري اژانس: د کابل په نني برید کې امریکايي جنرال وژل شوی

80696
شپیګل خبري اژانس: د کابل په نني برید کې امریکايي جنرال وژل شوی

د جرمني د شپیګل خبري اژانس  په کابل کې  په پوځي اکادمۍ کې په برید کې  د یو تن امریکايي  جنرال د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی .

د شپیګل  د خبري اژانس د خبر له مخې  نن  یو تن برید کوونکي چې د افغانستان د ملي اردو جامې په تن وې  په ملي پوځي اکادمۍ کې په افغان او بهرنیو روزونکو  ډزې وکړې چې له امله يي  یو تن امریکايي سرتیري او یو تن دوه ستوریزه  جنرال  وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي . په ټپیان کې  یو تن الماني جنرال  او د کابل د پوځي اکادمۍ قومندان هم  شتون لري.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه