افغانستان د غزې سره ۵۰۰ زره امریکايي ډالره مرسته وکړه

131354
افغانستان د غزې سره ۵۰۰ زره امریکايي ډالره مرسته وکړه

د افغانستان حکومت په غزې د اسراییلو روان بریدونه په کلکو ټکو وغندل د غزې د مظلومو خلکو سره يي د ۵ سوه زرو امریکايي ډالرو مرسته وکړه.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د فلسطین د مظلوم ملت سره د خواخوږۍ د څرګندولو او غمشریکۍ په خاطر نن ځانګړې غونډه وکړه .
پدې غونډه کې د ولسمشر حامد کرزي دواړو مرستیالانو محمد یونس قانوني او کریم خلیلي سربیره د مالیې وزیر عمر زاخیلوال، د ملي امنیت شورا ریس ډاکټر سپنتا او د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني ګډون کړی وو.
د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په غونډه کې چې نن جوړه شوې وه په غزې د اسراییلو روان بریدونه کلکو ټکو وغندل شول .
همداشان په غونډه کې د غزې د شریفو خلکو سره د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو مرستې پریکړه وشوه.

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه