په کابل کې د سولې عالي شورا د دارالانشاء په ریس ځانمرګی برید وشو

101834
په کابل کې د سولې عالي شورا د دارالانشاء په ریس ځانمرګی برید وشو

نن د سهار په ساعتونو کې د کابل په پنځمه ناحیه کې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء په ریس معصوم ستانکزي ځانمرګی برید وشو چې نوموړی ترینه روغ رمټ وژغورل شو.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي خبري رسنیو ته ویلي دي چې په برید کې یو تن ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکړی او درې تنه ټپيان شوي دي .
صدیقي ویلي دي چې په برید کې ښاغلي ستانکزي هیڅډول کوم زیان ندی اوښتی او نوموړی روغ رمټ دی.
ویل کیږي په ښاغلي ستانکزي هله برید وشو چې د کور نه د خپل کار په لورې روان وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه