عبدالله عبدالله د رای شمیرنې د لړۍ د درولو غوښتنه وکړه

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د نوماندانو نه ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سره د اړیکو د پرې کولو نه خبر ورکړ.

99344
عبدالله عبدالله د رای شمیرنې د لړۍ د درولو غوښتنه وکړه

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د نوماندانو نه ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سره د اړیکو د پرې کولو نه خبر ورکړ.
عبدالله عبدالله نن د ټاکنو په کمیسیون کې په خپلو پلوي څارونکو هر څه ژر د کمیسیون نه د جلا کیدو غوښتنه وکړه.
عبدالله عبدالله د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نه هر څه ژر د رای شمیرنې د لړۍ د درلولو غوښتنه کړې او ویلي دي د رایو د شمیرنې د دوام په صورت کې پایلې دده لپاره د منلو وړ ندي او مشروعیت هم نلري.
عبدالله عبدالله ویلي دي تر هغه به د ټاکنو د کمیسیون سره ددوې اړیکې پرې وي چې ددوې غوښتنې پر ځای نکړي او ددوې پوښتنو ته لازم او د قناعت وړ ځواب ونه وايي.
همداشان عبدالله ادعا کړې ده چې په ځینو ولایتونو کې د ټاکنو په ورځ ناظرین ډبول شوي دي او د رای اچونې د بهیر نه ورته د نظارت اجازه نده ورکړ شوې ده .
د یادولو وړ ده چې فیفا په افغانستان کې د ټاکنو دویم پړاو د لومړني پړاو نه لا پسې شفاف بللی دی .
همداشان اروپایي ټولنې څارونکې ډلې هم ټاکنې رڼې بللې دي .
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم ویلي دي چې د ټاکنو پایلې باید د هر چا لپاره د قناعت وړ وي او هر سړی باید دا پایلې ومني.

 

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه