د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرتک*ي

2127784
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

 

د خبر تورک ورځپاڼې  "د بهرنیو چارو له وزارت څخه د اعتدال غوښتنه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې  د بهرنیو چارو وزارت د ایران او اسرائیلو د کړکیچ په اړه په ښکیلو خواوو د اعتدال غږ وکړ.  د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي، "په دمشق کې د ایران پر سفارت د اسرائیل برید چې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده، زموږ اندېښنو ته توجیه ده. د دغه برید په وړاندې د ایران غچ اخیستنه او ورپسې پرمختګونو یو ځل بیا دا وښوده چې پیښې ډېر ژر په سیمه ییزه جګړه بدلیدلی شي."

 

د سټار ورځپاڼې  "فیدان: هغه ګامونه چې کړکیچ  زیاتوي باید پای ته ورسیږي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې  د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان  سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته ویلي، چې دوی نه غواړي په سیمه کې د اسرائیلو له غچ اخیستو وروسته کړکیچ زیات شي . هغه وویل هغه اقداماتو نه  چې د کړکیچ د زیاتیدو لامل کیږي باید ډډه وشي .

 

صباح  ورځپاڼې "د تورکیې مهم رول" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

په داسې حال کې چې نړۍ د اسرائیلو پر وړاندې د ایران د غچ اخیستو په اړه خبرې کولې، د انقرې د برید څخه مخکې مهم رول لوبولی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې د تورکیې له لارې د ایران او امریکا متقابلې هیلې او پیغامونه رسول شوي دي.

د ینې شفق ورځپاڼې  "تر سینجار پورې به امنیتي کمربند وغځول شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د عراق په شمال کې د تورکیې د عملیاتو په لومړي پړاو کې به هغه کلي او ښارګوټي چې د ترهګرې ډلې PKK ملاتړ کوي پاک کړی شي. بیا، د تروریستي جوړښت چې له هاکورک څخه تر میټینا، زاپ، آواسین او هفتانین پورې غځیدلی دی له منځه یوړل شي. په بل پړاو کې به د محمور، سلیمانیه، قندیل او سینجار په سیمو کې عملیات ترسره شي، کوم چې د جوړ شوي "امنیتي کمربند" لاندې دي.

 

حریت ورځپاڼې  " د تورکیې په اړه د  د یونان د وزیر پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د یونان د بهرنیو چارو وزیر جورج یاراپتریتس د تورکیې او یونان د اړیکو په اړه ډیر ښه او مثبت پیغامونه ورکړل "زه غواړم زما ماشومان په داسې سیمه کې ژوند وکړي چیرې چې ګوتې په ماشه نوي." هغه وویل: "زه غواړم خپلو اولادونو ته یوه سوله ایزه او امنه فضا په امانت وسپارم."



اړوند خبرونه