د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې " د تورکیې د ملي امنیت شورا په غونډه کې د تروریزم سره په مبارزه ټینګار" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت شورا له غونډې وروسته په خپره شوې خبرپاڼه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار شوی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي، "زموږ د سیمې په راتلونکي کې به د ترهګرو سازمانونو او د هغوی د ملاتړو لپاره ځای نه وي."
د خبر تورک ورځپاڼې "د تورکیې د ملي امنیت شورا له نړۍوالې ټولنې په غزه کې د سولې د هڅو ملاتړ غوښتنه وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي امنیت شورا د غونډې نه وروسته په خپره شوې اعلامیه کې پر نړیوالې ټولنې غږ شوی چې ژر تر ژره د غزې پر خلکو او مرستندویه موسسو بریدونه پای ته ورسوي او سیمې ته د هر اړخیزو بشري مرستو په رسولو سره د تلپاتې سولې لپاره د تورکیې د هڅو ملاتړ وکړي.
وطن ورځپاڼې " په صادراتو کې د هر وخت ریکارډ مات شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات وویل چې په مارچ میاشت کې د تورکیې صادرات ۲۲ میلیارده ۵۷۸ میلیونه ډالره وو. د جنوري او مارچ په موده کې، د ټول وخت صادراتو ریکارډ د ۶۳ عشاریه ۷ میلیارد ډالرو سره مات شو.
سټار ورځپاڼې "د تورکیې د فضايي صنایعو نوې ټیکنالوژي د متحده اماراتو پام ځانته اړولی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د دفاعي صنایعو محصول چې د تورکیې په ځايي او ملي جنګي الوتکې کان او حورجیټ کې استفاده شوې دې د متحده عربي اماراتو پام ځانته رااړولی دی. د تورکیې د دفاعي صنایعو لخوا جوړه وې د الوتکو کیناستو سیستم د نړۍ تر ټولو د سترو هوايي شرکتونو توجه ځانته جلب کړې ده . د تورکیې د تاک په نامه دفاعي صنایعو شرکت د متحده عربي اماراتو سره یو قرار داد لاسلیک کړ.
صباح ورځپاڼې "د استانبول هوايي ډګر په اروپا کې تر ټولو بوخت هوايي ډګر شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اروپا د هوایی سیرو سفر خوندیتوب سازمان د هوایی ترافیک احصایو له مخې چې د مارچ ۲۵-۳۱ موده پوښي ، د استانبول هوایی ډګر هره ورځ په اوسط ډول د ۱۳۲۸ الوتنو سره په اروپا کې ترټولو بوخت هوایی ډګر شو.