د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2124084
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

سټار ورځپاڼې "  په میتینا او ګارا کې هوايي عملیات ترسره شول " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د عراق په شمال کې د میتینا او ګارا په سیمو کې د هوایی عملیاتو په ترڅ کې د د پ ک ک ترهګري سازمان  شپږ تنه  ترهګر له منځه یوړل شول.

 

وطن ورځپاڼې " تورکي اتباعو ته په سرحدي دروازه کې د ویزې دوره پیل شوه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د یونان په ټاپوګانو کې  تورکیې اتباعو ته په سرحدي دروازه کې د ویزې موده پیل شوه. تورکي سیلانیان به وکولای شي تر یوې اونۍ پورې په دې ټاپوګانو کې  د ۶۰ ایرو په بدل کې د ویزې سره استوګن شي .دوی به وکولی شي چې ددې ویزې سره د یونان ۱۰ ټاپوګانو ته سفر وکړي.

 

د صباح ورځپاڼې " لومړۍ کښتۍ لنگر واچو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د «استوریا ګراندې» په نوم کروز کښتۍ چې ۷۰۷ تنه سپرلۍ سره د روسیې له سوچي ښار څخه حرکت کړی وو، مصر ته له سفر وروسته د تورکیې  ازمیر ته ورسیده. په کښتۍ کې ډیری روسی سیلانیان د ښار په مرکز کې د کمرالټي تاریخي بازار او په سیلجوق ولسوالۍ کې د ایفیسس لرغوني ښار څخه لیدنه وکړه.

 

حریت ورځپاڼې " د موټرو پلور مخ په زیاتیدو دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

په تورکیه کې، د موټرو خرڅلاو د مارچ  په میاشت کې د ټول وخت ریکارډ مات کړ. تیره میاشت په ټول هیواد کې ۱۰۹ زره ۸۲۸ موټر او سپک سوداګریز وسایط پلورل شوي دي.

 

د خبر تورک ورځپاڼې " یاغز کان اردوغموش  په ۱۲ کلنۍ کې د شطرنج په برخه کې لوی ماسټر شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ګرینک اوپن شطرنج ټورنمنټ سیالي کۍ ، یاغیز کان اردوغموش  په ۱۲ کلنۍ کې د "لوی ماسټر" لقب ترلاسه کړ. د یاغیز کان سره، د شطرنج په تاریخ کې د څلورم تر ټولو ځوان کس لقب ترلاسه کړ. پدې ډول په تورکیه کې د ګرانډ ماسټرانو شمیر ۱۶ ته لوړ شو.



اړوند خبرونه