د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبر تورک ورځپاڼې " د سیمه ایزو ټاکنو پایلې اعلان شوې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په تورکیه کې د سیمه ییزو انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان شوې. د رایو نږدې ټول صندوقونه پرانستل شول. د ابتدايي پایلو له مخې د عدالت او پراختیا ګوند په ټوله تورکیه کې ۳۵،۴ سلنه رایې او د خلکو جمهوریت ګوند ۳۷.۷ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.
د ابتدايي پایلو له مخې په انقره ، استانبول او ازمیر ښارونو کې د جمهوریت خلق ګوند نوماندانو ټاکنې ګټلي دي.
ولسمشر رجب طیب اردوغان پرونیو سیمه ییزو ټاکنو د پایلو په اړه په خپله وینا کې وویل، د دې ټاکنو ګټونکی زموږ ډیموکراسي او ملي اراده ده.
صباح ورځپاڼې " اردوغان له خپل رئیسي سره ټیلیفوني خبرې وکړې " سرلیک لاندې لیکلي دي ، ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې خبرو کې د تورکیې او ایران پر دوه اړخیزو اړیکو، پر فلسطیني سیمو د اسرائیلو د بریدونو او په سیمه کې د بشري وضعیت په اړه خبرې وشوې.
ولسمشر اردوغان په دې ټیلیفوني خبرو کې وویل چې په غزه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اوربند د پریکړې د ژر تر ژره عملي کولو په خاطر د هڅو د دوام په خاطر اړینه ده چې فتح او حماس ډلې پدې بهیر کې په یووالي سره عمل وکړي.
د سټار ورځپاڼې " وزیر فیدان له خپل سعودی سیال سره ټیلیفوني خبرې وکړې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره ټیلیفوني خبرې وکړې. په دې ټیلیفوني خبرو کې د غزې د وروستيو حالاتو او د تماس ډلې فعاليتونو په اړه خبرې وشوې. همداشان دواړو وزیرانو د دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييزو پرمختګونو په باب هم خبرې وشوې.
وطن ورځپاڼې " ټوګ ابډیټ شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې کورنی او ملي موټر، توګ لپاره تازه معلومات راغلی. د ټوګ کمپنۍ لخوا د خپور شوي بیان له مخې "موږ خپلو کاروونکو ته ډیری نوښتونه راوړو، د مخ پیژندنې ټیکنالوژۍ څخه د بډایه سرکلر ریموټ کنټرول پورې، د ایر کنډیشن پلانر څخه د ۳۶۰ کیمرې فلور امیجنگ ټیکنالوژۍ پورې."
حریت ورځپاڼې " د کروز سیاحت کال د ریکارډ سره پیل کړ " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د کروز سیاحت په برخه کې د لومړي ځل لپاره، د جنوري او فبروري په میاشت کې ۲۳ کروز کښتۍ تورکیې ته راغلې. په اتو بندرونو کې لنگرشوي کروز کښتیو کې ۲۳ زره ۴۷ مسافر تورکیې ته راغلي دي .