د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې "اردوغان: موږ PKK د حرکت کولو توان له منځه وړی" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې بریالۍ پایلې ترلاسه کړې دي. اردوغان وویل، موږ د داعش په نامه د امپریالیستي ګوډاګیانو ته د ساه اخیستو فرصت هم نه ورکوو. ددې ترڅنګ "موږ په خپلو پولو په دننه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د حرکت توان له منځه وړی دی."
ینی شفق ورځپاڼې " د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا له آلمان څخه غوښتنه: هغه څه چې لازم دي هغه وکړۍ" د سرلیک لاندې لیکلي دي، تورکیې په جرمني کې د PKK ترهګرې ډلې د پلویانو لخوا د هانوور پر کونسلګرۍ د برید په اړه غبرګون وښود. د بهرنیو چارو وزارت د جرمني په چارواکو غږ وکړ چې جرمني د تورکیې د اتباعو او ډیپلوماتیکو ماموریتونو د خوندیتوب مسولیت لري او باید اجازه ورنکړي چې په اروپا کې د تورکي ټولنې امنیت خراب شي.
سټار ورځپاڼې "وزیر فیدان: هر څومره چې مونږ پر پ ک ک بریدونه کوو په همدې اندازه خپله لاره ورکوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په اروپا کې د ترهګرو د ملاتړو له خوا د رامنځ ته شویو پیښو په اړه وویل، " ." هغه وویل، هر څومره چې مونږ پر پ ک ک بریدونه کوو په همدې اندازه خپله لاره ورکوي" د لارې د ورکولو نه وروسته دوې بیا په هغه هیوادونو کې چې د کلونو کلونو راهیسې دوې ته امتیاز قایل دي ، په ترهګریزو کړنو او ناکراریو لاس پورې کوي.
صباح ورځپاڼې "تورکیه ۱۱۷ هېوادونو ته تخمونه صادروي" د سرلیک لاندې لیکلي دي
د کرنې او ځنګلونو وزیر ابراهیم یوماکلي وویل چې تورکیه د تخم تولید په برخه کې د نړۍ په لسو غوره هیوادونو کې دی. وزیر یوماکلي وویل، "موږ د نړۍ ۱۱۷ هیوادونو ته تخمونه صادروو."
د خبر تورک ورځپاڼې " د ترکیې اقتصاد ودې ته دوام ورکوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي،د نړیوال کریډیټ درجه بندي ادارې سټنډرډ او پوور د تورکیې لپاره د ودې وړاندوینه زیاته کړې. S&P د ترکیې لپاره د ودې وړاندوینه د ۲۰۲۴ کال لپاره د ۲ عشاریه ۳ سلنې ۳ سلنې ته او د ۲۰۲۵ کال لپاره بیا ۲ عشاریه ۷ سلنې څخه ۳ سلنې ته لوړه کړه.