د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې " د د بهرنیو چارو وزارت لخوا د بلجیم د وروستیو پيښو په اړه اعلامیه: دا په ټولو کچو تعقیب شي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په بلجیم کې د پي کاکا ترهګري سازمان پلویانو لخوا د تورکیې اړوند پر جوماتونو او ټولنو باندې بریدونه دوام لري. د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې پرمختګونه په هره کچه تعقیب کیږي او وزیر فیدان د دې مسلې په اړه د بلجیم بهرنیو چارو له وزیر اړیکه نیولې ده.
د صباح ورځپاڼې " وزیر محمد فاتح کاجر: تورک هوايي تولیداتو کې خپل نوم د زرینو ټکو سره ثبت کړ " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر وویل چې تورکیې په ۲۰۰۰ لسیزه کې د الوتکو او هوايي تولیداتو په برخه کې د قوي ارادې سره یو زیات شمیر پروژې بشپړې کړي دي "تورکیې د بیرقدار، انکا، اق سنګور، اقنجي، هرکوش، هرجیت ، اټاک، ګوکبي، قزل یلما او کان سره په نړۍ کې خپل نوم د زرینو ټکو سره ثبت کړ. د تورکیې ملت په هوايي برخه کې په حقیقت کې چې یو ستر انقلاب رامنځته کړ."
وطن ورځپاڼې " په دوو میاشتو کې ۲ میلیونه ۴۵۷ زره سیلانیان استانبول ته راغلي دي"
د سرلیک لاندې لیکلي دي ، استانبول د ۲۰۲۴ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د ۲ میلیونه ۴۵۷ زره ۵۱۸ بهرنیو سیلانیانو کوربه توب کړی دی. استانبول ته د بهرنیو سیلانیانو شمیر د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۸.۰۸ سلنه ډیر شوی دی. روسیې د فبرورۍ په میاشت کې استانبول ته تر ټولو ډیر سیلانیان رالیږلي دي.
د سټار ورځپاڼې " انکا ۳ د دریم ځل لپاره الوتنه وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې فضایي صنعت ادارې لخوا د ځايي او ملي امکاناتو سره جوړه شوې د انکا ۳ ډرون الوتکې چې لومړنۍ الوتنه يي د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په ۲۸ مه نيټه کړې وه امتحاني الوتنو ته دوام ورکوي. انکا ۳ د دریم ځل لپاره امتحاني الوتنه وکړه. انکا ۳ پدې امتحاني الوتکه کې ۲ ساعته په هوا کې پاتې شوه او ۱۰ زره متره ارتفاع ته لوړه شوه.
د خبر تورک ورځپاڼې " ایدا ایردم دوندار د "نړیوالې زړورې میرمنې" جایزې ته نومانده ده د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د والیبال د ښځینه ملي لوبډلې کپټانه ایدا ایرډم دوندارد امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د "نړیوالې زړورې میرمنې" جایزې لپاره نومول شوې.