د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2120480
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې "اردوغان : د  ترهګرو پټنځایونه یو یو له منځه وړکیږي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب  اردوغان په چورم  ولایت کې په خپله وینا کې وویل چې مونږ به ترهغې   ترهګرۍ پر خلاف خپلې مبارزې ته دوام ورکړو تر څو چې تورکیه د بیلتون غوښتونکو ترهګرۍ ډلې  له شره نه په بشپړه توګه ژغورل شوي نوي، تر  څو چې د ترهګرو ټولې ځالې مو له منځه وړي نوي. هغه وویل چې مونږ د ترهګرو اړوند یو یو پټنځای له منځه وړو. په سوریه کې د ترسره کړو پوځي عملیاتو سره مو د ټولو ټول بریدونه دفع . د هغوې ټول خاین پلانونه مو شنډ کړي دي.»

 

د سټار ورځپاڼې  "د ترکسات ۶ الف لپاره معکوس شمیرنه پيل شوې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر وویل: "موږ به د تورکیې لومړۍ ملي مخابراتي سپوږمکۍ TÜRKSAT 6A د ۲۰۲۴  کال د جولای په ۸ مه نیټه فضا ته واستوو او پدې توګه به موږ د نړۍ له ۱۱ هیوادونو څخه یو  شو چې کولی شي خپل ځان ته وده ورکړي."

 

حریت ورځپاڼې  "ایرسوی: موږ به د کولتوري او فرهنګي فعالیتونو شمیر ۶ زرو ته لوړ کړو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر محمد نوری ایرسوی وویل چې دوی به سږکال د تورکیې د کلتور سړک فستیوال کې د کولتوري او فرهنګي فعالیتونو شمیر ۶ زرو ته لوړ کړي او وویل "موږ به په تورکیه کې د کولتور - هنر ماراتون سره د میاشتو په دننه کې  د فستیوال اقلیم چمتو کړو. په نړۍ کې بل داسې  کوم پروګرام نشته چې له دې سره پرتله شي."

 

وطن  ورځپاڼې "د بې کارۍ ارقام په تیرو ۱۰ کلونو کې ترټولو ټیټې کچې ته رسیدلي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په ۲۰۲۳ کال کې د بې روزګارو کسانو شمیر د تیر کال په پرتله ۳۱۸ زره کم شوی او ۳ میلیونه ۲۶۴ زره کسانو ته رسیدلی دی. د بیکارۍ کچه د ۱ پوائنټ په کمیدو سره ۹ عشاریه ۴ سلنې ته راټیټه شوې، په تیرو ۱۰ کلونو کې ترټولو ټیټه کچه ده.

صباح  ورځپاڼې "استانبول هم د نړۍ د فوټبال د غوره ښارونو په نوملړ کې شامل شو"

د فور فور ټو مجلې د ډیری پیرامیټونو په معاینه کولو سره په نړۍ کې د فوټبال غوره ښارونه راټول کړي دي. استانبول په لست کې نهم ځای لري چې د اروپا، سویلي امریکا او افریقا ډیری ښارونه پکې شامل دي.



اړوند خبرونه