د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
وطن ورځپاڼې " فیدان: د اسرائیل اټومي بیانات له پامه غورځول کیدی نشي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په بروکسل کې د اټومي انرژۍ په لومړۍ غونډه کې په خپله وینا کې وویل، په داسې حال کې چې په غزه کې قتل عام دوام لري، د اتومي وسلو په اړه د اسرائیلي چارواکو بیانات له پامه غورځولی نشو.
د سټار ورځپاڼې " د عراق په شمال کې به یو خوندي زون جوړ شي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزارت سرچينې وويل "موږ د عراق په پوله کې د خوندي زون په جوړولو او د ترانسپورت او انرژۍ په پروژو سره د سيمې د سوکالۍ په رامنځته کولو سره د خپل هیواد لپاره له لرې څخه د رامنځته شوي ګواښ د له منځه وړلو په موخه د سيمې د سوکالۍ په برخه کې مرسته وکړي."
حریت ورځپاڼې "انقره په ډیر مهارت سره په سیمه کې ځان پیاوړی کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په نړیوال ډګر کې د تورکیې لخوا پورته شوي ګامونه د یوناني مطبوعاتو په اجنډا کې قرار لري. ګاونډي هیواد رسنیو د تورکیې د اقداماتو په ارزولو سره، د هغې نقشې په خپرولو سره د انقرې زیاتیدونکي نفوذ ته پام اړولی او تبصره یې کړې چې 'انقره په ډیر مهارت سره په سیمه کې ځان پیاوړی کوي'.
د ینې شفق ورځپاڼې "د تورکیې بادي انرژي سکتور د بهرنیانو په رادار کې دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د نورډیکس نړۍوال شرکت اجرایوي رئیس جوز لوئس بلانکو، ویلي چې دوی به په تورکیه کې د باد د بریښنا فابریکې پانګونه زیاته کړي او وویل، "موږ په راتلونکي کال کې په تورکیه کې د یو ګیګاواټه بادي برښنا د تولید لپاره د یو میلیارد یورو د پانګونې هدف لرو.
د خبر تورک ورځپاڼې "د ارابان هوږه په جغرافیوي پلوه راجستر شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د کرنې او ځنګلونو وزیر ابراهیم یوماکلي وویل چې د غازی انټیپ په ارابان سیمه کې کرل شوې د ارابان هوږه د اروپایی اتحادیې لخوا د جغرافیایی پلوه ثبت شوه. په دې توګه، د هغو محصولاتو شمیر چې له اروپا څخه جغرافیایي نښې ترلاسه کړي ۲۱ ته لوړ شوي.