د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2118231
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبر تورک ورځپاڼې  "اردوغان: زمونږ اقتصادي شاخصونه ډیر ښه دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر اردوغان په اسپارتا  ولایت کې په خپله وینا کې وویل "موږ به د هغه اقتصادي پروګرام پایلې وګورو چې د کال په دویمه نیمایي کې مو پلي کړي دي. عمومي اقتصادي شاخصونه خورا ښه دي. د انفلاسیون په کمیدو سره به یې اغیز ولیدل شي."

 

سټار ورځپاڼې  "په اروپايي ټولنه کې د تورکیې د غړیتوب په اړه د فیدان یو څرګند پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان خپل اسپانیوي سیال ته وویل چې په اروپايي ټولنه کې غړیتوب د تورکیې لپاره یو ستراتیژیک هدف دی او ټینګار یې وکړ چې په ټولنه کې  د تورکیې د غړیتوب پروسه  د ځینو هیوادونو تنګ نظرو سیاسي پالیسو ته  د نه پریښودو په اندازه خورا مهمه ده . په ټولنه کې د تورکیې غړیتوب نه یوازې تورکیې ته بلکې ټولنې ته ډیره زیاته ګټه رسوي.

 

حریت  ورځپاڼې "روسیه: موږ اوکراین د سولې د نوښت له امله له اردوغان څخه مننه کوو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، دوی د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې لپاره د ولسمشر اردوغان د د نوښتونو او هلو ځلو څخه ډیره زیاته مننه کوي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "د کرنۍ او ځنګلونو وزیر : په تولیداتو کې  ریکارډ ټینګ شوی دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د کرنې او ځنګلونو وزیر ابراهیم یوماکلي، وویل چې تورکیې د بورې د فابریکو د عمومي مدیریت اړوند د ( تورک شکر ) د بورې فابریکې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کال په  دوره تاریخي ریکارډ جوړ کړی دی.   پدې موده کې ۹ میلیون ۶۰ زره ټنه لبلبو پروسس کولو سره  یو میلیون ۱۶۱ زره ۱۰۰ ټنه بوره تولید کړې ده.

 

صباح  ورځپاڼې "د نړۍ د فوټبال غوره ځوان لوبغاړي اعلان شول! دوه تورکي ستوري په لسو غوره لوبغاړو کې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د GOAL لخوا چمتو شوي لوی لیست کې، کوم چې د نړۍ د ۵۰ غوره ځوانو استعدادونو ته پکې ځای ورکړ شوی دی، د تورکیې دوه  ستوري چې په ملي ټیم کې هم  لوبیږي په لومړنیو لسو غوره استعدادونو کې ځای نیولی دی. اردا ګولر (ریال ماډریډ) په لیست کې پنځم او کنعان یلدز (جووینټس) په لیست کې اتم ځای لري.



اړوند خبرونه