د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې " اردوغان: د چناق قلعه روحیه به زموږ د لارې روښانه کولو ته دوام ورکړي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان دا څرګندونې د مارچ د ۱۸مې د شهيدانو د يادونې د ورځې او د چناق قلعه د ستر بحري بري د ۱۰۹مې كليزې په مراسمو كې وكړې. اردوغان په خپله وینا کې وویل: «کله چې موږ د خپل یووالي او پیوستون په ټینګه ساتنه وکړو، حتی که اووه قوتونه زموږ پر ضد را پورته شي، دوې مونږ ته ماتې نشي راکولې. د چناق قلعه روحیه به زموږ لارې روښانه کولو ته دوام ورکړي .
حریت ورځپاڼې " ملي دفاع وزارت : د فتو ترهګري سازمان ۳ تنه غړي په پوله کې ونیول شول " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د فتو ترهګري سازمان درې تنه چې غوښتل یې په ناقانونه توګه یونان ته واوړي د سرحدي ځواکونو له خوا نیول شول.
وطن ورځپاڼې " له بیرقدار اقنجي څخه د ډرون الوتکو ځانګړو ۲۳۰ ډوله توغندیو سره غبرګ انداخت " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بایکار شرکت لخوا د جوړو شوو ملي بې پیلوټه بیرقدار اقنجي الوتکې د مافوق صوت ۲۳۰ ډوله توغندي په بریالیتوب سره وازمایل. ویل کیږي نوموړې الوتکې خپل هدف د یاد شوي توغندي سره په ډیره دقیقه توګه له منځه یوړ.
د سټار ورځپاڼې " د کسپین سمندر د امنیت په خاطر د تورکیې سره اړیکه نیول شوې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د قزاقستان او تورکیې پلاویو د کسپین سمندرګي د امنیت د تامین په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې. د قزاقستان د بیړنیو حالاتو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ناسته کې په سمندر کې د امنیت د تامین او د بیړیو او منابعو د ساتنې په برخه کې د همکارۍ ارزونه وشوه.
د خبر تورک ورځپاڼې " د څلورم ځل لپاره د کال د هوايي ډګر په توګه وټاکل شو "د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د استانبول هوایی ډګر د "هوایی ټرانسپورټ ایوارډونو" په چوکاټ کې د څلورم ځل لپاره د "کال د هوایی ډګر" جایزه وګټله. د یونان په اکالي ښار کې په جوړو شوو مراسمو کې، دا جایزه د استانبول د هوایی ډګر آپریټر İGA د اجراییوي رئیس مرستیال صلاح الدین بیلګن ته ورکړل شوه.