د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2115320
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبر تورک ورځپاڼې " اردوغان: موږ د هغوې ټولې دسیسې او پلانونه شنډ کړل " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په خپله وینا کې وویل: زمونږ په هیواد کې د ظلم او ستم د نظام د دوام په خاطر د پي کاکا ترهګري سازمان د ځای په ځای کولو او ددوې د ریښو د ځغلولو هڅه شوې ده . خو مونږ په تیرو ۲۱ کلونو کې د ډیموکراسۍ او پرمختیايي انقلاب سره ددوې ټولې دسیسې یوه یوه افشا او شنډه کړه.  

 

حریت ورځپاڼې " کیچه لي: له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه مو امریکا ته په ښکاره توګه خپلې هیلې وړاندې کړې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنيو چارو د وزارت وياند اونجو کيچه لي په يوه خبري غونډه کې وويل چې امريکا ته د بهرنيو چارو د وزير هاکان فيدان په سفر کې له تروريزم سره د مبارزې په باب واشنګټن ته څرګند پيغامونه ورکړل شول .

 

د صباح ورځپاڼې "  په تور سمندرګي کې ۳ مهمې نقطې کشف شوې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د انرژی او طبیعی زیرمو وزیر الپ ارسلان بیرقدار وویل چی سږ کال د انرژی په برخه کی د نویو موندنو تمه کیږی او ویی ویل، موږ به په ۲۰۲۴ کال کی د تور سمندرګی په دریو مهمو ځایونو کی اکتشافات ترسره کړو.

 

سټار ورځپاڼې " د اق قویو  اټومي انرژۍ بټۍ  لپاره نړیوال تایید ترلاسه کړ " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روسیې د اټومي انرژۍ ادارې روس اټوم چې د تورکیې د اق قویو اټومي انرژۍ بټۍ د جوړولو چارې په غاړه لري  د نړیوالو معیارونو تصدیق کولو ISO سندونه ترلاسه کړل.

 

وطن ورځپاڼې " موږ د نړۍ د وسلو په صادراتو کې ۱۱م ځای ته رسیدلي یو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې  د دفاعي صنایعو رئیس هالوک ګورګون وویل چې تورکیه چې د ۲۰۱۸-۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د نړۍ د وسلو د صادراتو ۱.۱ فیصده ترسره کړي او ۱۲م ځای لري، دغه کچه د ۲۰۱۹-۲۰۲۳ کلونو ترمنځ ۱.۶ سلنې ته لوړه کړه او ۱۱م ځای ته لوړ شو.



اړوند خبرونه