د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2114144
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

یني شفق ورځپاڼې "اردوغان: د ترهګرۍ پر وړاندې زموږ مبارزه تر ټولو په لوړه کچه دوام لري" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روژې د مبارکې میاشتې په لومړي  روژه ماټي کې د شهیدانو او غازیانو له خپلوانو سره لیدنه وکړه. اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل  چې د ترهګرو سازمانونو په ځانګړې توګه د PKK او د فتح الله ګولن ترهګریزو سازمانونو  پر وړاندې مبارزه یو ملي پاڅون دی. هغه  وویل چې  موږ تورکیه په رښتیني ډول په یو خپلواک دولت بدل کړی دی.

 

وطن ورځپاڼې  "د عراق په شمال کې ترهګري به د اوړي په میاشتو کې  ختمه شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر وویل چې دوی به د سږني اوړي په دننه کې د عراق د پولو د خوندي کولو په موخه امنیتي  حلقه بشپړه کړي او د عراق د پولو په اوږدو کې به ترهګر په بشپړه توګه ختم کړي. وزیر ګولر وویل، "موږ بشپړ هوډ لرو چې د خپلو پولو په اوږدو کې د  ۳۰ نه تر ۴۰ کیلومتره په ژورتیا  امنیتي دهلیز جوړ کړو."

 

د خبرتورک ورځپاڼې  "په تورکیه کې استخدام تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ولسمشر مرستیال جودت یلماز وویل چې د بیکارۍ ارقام د منځنۍ دورې د پروګرام د تمې په پرتله په ډیرې ښې کچه کې قرار لري "زموږ د استخدام کچه تر دې دمه  ۴۹ سلنې سره ترټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده."

 

د سټار ورځپاڼې  "التون: موږ به د غزې د واقعیتونو څرګندولو ته دوام ورکړو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو  رئیس فخرالدین التون وویل چې دوی د اسرائیلو د غلطو معلوماتو په وړاندې د حقایقو څرګندولو لپاره خپل شعار جوړ کړی دی. التون وویل، د لویدیځو رسنیو برعکس، د انادولو  خبري اژانس اداره او د تورکیې ملي  راډیو او تلویزیون (TRT) د غزې حقایق د نړۍ د عامه افکارو اجنډا ته د راوستلو لپاره جدي هڅې کوي.

 

حریت ورځپاڼې " د تورکیې اقتصادي سیاستونه سم دي " د سرلیک لاندې لیکلي دي

د تورکیې د خزانې او مالیې وزیر محمد شمشیک د نړیوال کریډیټ درجه بندي ادارې فیچ لخوا د تورکیې اقتصادي درجې د لوړولو په اړه ارزونې وکړې. شیمشیک وویل، "د پرمختګ د تورکیې د سمو اقتصادي پالیسیو پیاوړتیا منعکس کوي."



اړوند خبرونه