د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2113612
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

حریت ورځپاڼې " په استانبول کې مهمه غونډه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

په استانبول کې د اردوغان- زیلینسکي غونډه د نړۍ د اجنډا په سر کې ځای نیولی دی. د فرانس پریس خبري اژانس "زیلینسکي د تورکیې په ملاتړ باور لري." د سرلیک سره  په خپله تبصره د دې مهمې غونډې په اړه تمرکز کړی، خبر په جګړه کې د تورکیې د نوي نسل د کورنیو وسلو رول ته پام اړولی دی.

 

وطن ورځپاڼې " د تورکیې د عدالت او پراختیا ګوند  د ویاند چیلیک لخوا د نتانیاهو پر خلاف سخت عکس العمل " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک د ولسمشر رجب طیب اردوغان او تورکیې په وړاندې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د حکومت د څرګندونو په اړه غبرګون وښود. چیلیک په خپل ټولنیز میډیا پاڼه  کې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  "د نتانیاهو حکومت او د ډله ایزې وژنې شبکې لخوا زموږ د ولسمشر رجب طیب اردوغان او تورکیې په وړاندې بیانونه ټول بې بڼسټه او باطل دي. هغوې د خپلو جنایتونو د پټولو په خاطر دا ډول اقدامات کوي.

 

د خبر تورک ورځپاڼې  " تر ۲۰۲۶  کاله پورې به د تورکیې  نفلاسیون کچه یو خانه يي رقم ته راټیټه شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ولسمشر مرستیال جودت یلمز وویل، "موږ به د ۲۰۲۴ کال په دویمه نیمایي کې د پام وړ د انفلاسیون د کچې د ټیټوالي شاهدي وکړو. په ۲۰۲۵ کال کې به خورا ټیټه کچه وي. موږ به په ۲۰۲۶ کال  کې یو ځل یو خانه يي انفلاسیون ته ورسیږو. "

 

صباح ورځپاڼې " د تورکیې د انرژۍ د سرچینې ګبار نه لومړی ریکارډ " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د ګبار او جودي غرونه، چې په شرناک کې د ترهګریز سازمان څخه پاک شوي، د تورکیې د انرژۍ نوې سرچینه ګرځیدلې. د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې په سیمه کې د اکتشافي مطالعاتو او حفاري کولو وروسته د کیندلو څاګانو سره د ۳۷ زره بیرل تیلو ورځني تولید ته رسیدلی.

 

سټار ورځپاڼې " د سویلي آسیا هیواد لخوا د بیرقدار ټي بي ۲ غوښتنه " د سرلیک لاندې

لیکلي دي، مالدیپ هم په هغو هیوادونو کې شامل شوی چې په وسلو سمبال بیرقدار ټي بي ۲ ډرون الوتکو غوښتنه يي وکړه. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، مالدیپ به د تورکیې څخه د امنیتي ځواکونو اړتیاو لپاره د کمانډ کنټرول سټیشن او ۶ بایریکتر TB2 یو سیسټم وپیري. د هوکړې په چوکاټ کې نوموړي هیواد ته ددې سیستم د  وسایطو لېږد پیل شو.



اړوند خبرونه