د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2112777
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

وطن ورځپاڼې " په امریکا کې د فیدان مهمه غونډه " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له سلاکار جیک سلیوان سره لیدنه وکړه. فیدان دې ته په اشارې سره چې په غزه کې باید ژر تر ژره اوربند اعلان شي او سیمې ته باید بشري مرستې زیاتې شي. امریکا باید د اتحاد له روحیې سره سم عمل وکړي او له PKK سره خپلې اړیکې پرې کړي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې "د اووا کوی  سره د پراختیا سړک به د ترهګرۍ په وړاندې خنډ جوړ کړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیه، چې د عراق په شمال کې د عملیاتو سره د PKK د له منځه وړلو پلان لري، د پراختیایي سړک پروژې کار ګړندی کړی، چې پکې د اوواکوی سرحدي دروازه هم شامله ده. دا پروژه به د PKK د عراق او سوریې اړیکې پرې کولو کې د طبیعي خنډ په توګه کار وکړي.

 

سټار ورځپاڼې "د امریکایی رسنیو څخه د KAAN ادعا " د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د امریکن بزنس انسایډر د تورکیې د پنځم نسل جنګي جیټ KAAN باندې چې د فبروري په ۲۱ په بریالیتوب سره یې خپله لومړۍ الوتنه وکړه تمرکز وکړ. بزنس انسایډر په دې ټینګار وکړ چې ورور هیواد آذربایجان به د روسیې لخوا جوړ شوي جنګي الوتکو په پرتله KAAN ته ترجیح ورکړي.

 

حریت  ورځپاڼې "بیرقدار: په ګبار کې هدف سل زره بېرله  تیل دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر الپ ارسلان بیرقدار وویل، "په ګبار کې د ورځې له ۳۷ زره بیلره  تیلو تولید ته رسیدلي یو. ۹ نوې څاګانې به د اپریل په میاشت کې پرانېستل شي، هدف یې د ۲۰۲۴ کال تر پایه د ورځې ۱۰۰ زره بېرله دی."

 

د ینې شفق ورځپاڼې " د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي رسمي سفر په ترڅ کې نن تورکیې ته راځي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي دي چې د اوکراین ولسمشر  ښاغلی ولادیمیر  زیلینسکي به  د رسمي سفر په ترڅ کې نن تورکیې ته راشي.

تورکیې ته د زیلینسکي د سفر په جریان کې، تمه کیږي چې د اوکراین او روسیې جګړه چې خپل دویم کال یې بشپړ شوی، د غلو دهلیز تړون (د اوکراین له بندرونو څخه د غلو او خوراکي توکو د خوندي لیږد لپاره نوښت) او په سیمه کې د دایمي سولې لټون  په اړه تفصیل سره به خبرې وشي.

ویل شوي چې د تورکیې او اوکراین د اړیکو په اړه به د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه د مېلمه ولسمشر زیلینسکي ترمنځ  به په هر اړخیزه  خبرې وشي.



اړوند خبرونه