د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2085615
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

حریت ورځپاڼې "د استانبول غونډې د نړۍ په رسنیو کې د پام وړ انعکاس موندلی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره لیدنه وکړه. د استانبول سرمشریزې په ټوله نړۍ کې پراخه انعکاس موندلی دی. په داسې حال کې چې ډېرو ورځپاڼو خپلې پاڼې دغې سرمشریزې ته ځانګړې کړې، بلومبرګ لیکلي چې واشنګټن غواړي د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې د حکومت د څرنګوالي په اړه د پلانونو لپاره د انقرې ملاتړ ترلاسه کړي.

 

صباح ورځپاڼې " په وسلو سمبال د سونګار په نامه ډرون الوتکې د انداخت په نوي سیستم سمبال شوې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې په ملي او ځايي په وسلو سمبال د سونګار په نامه ډرون الوتکو ته د انداخت یو نوی سیستم ځای په ځای شو.

سونګار ډرون الوتکه کې دا نوی بم لانچر سیستم په بریالیتوب سره وازمایل شو. دا سیستم  د ډیرو ډزو کولو  وړتیا او هدف په اغیزمنه توګه په نښه کولی شي.

 

سټار ورځپاڼې  "د تورکیې د لویې پروژې لپاره د ګاونډیو سره شراکت " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادر ورالو اوغلو د پراختیایي سړک پروژې په اړه چې د غازانتپ ولایت  اوواکوی ولسوالۍ  څخه به د عراق بصرې ته وغځول شي وویل: "موږ به له عراق سره په ګډه د پراختیا سړک دهلیز پلي کړو. داسې ښکاري چې متحده عربي امارات او قطر به هم په دې بهیر کې دخیل اوسئ."

 

د خبرتورک ورځپاڼې  "په ۲۰۲۳ کې له تورکیې څخه د ۱۲ عشاریه ۴ میلیارد ډالرو غلې او حبوبات صادرات شوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې غلې دانې، حبوباتو، غوړو تخمونو  سکتور په ۲۰۲۳ کال کې ۲۱۳ هېوادونو او ازادو زونونو ته ۱۲ میلیارده ۳۸۰ میلیونه ۵۳۸ زره ډالره صادر کړي دي.

 

ینې شفق ورځپاڼې  "اردا ګلر اسپانیا ولړزوله"د سرلیک لاندې لیکلي دي،

 

د تورکیې نامتو فوټبالر اردا ګولر چې ریل مادرید په لوبډله کې لوبه کوي د اسپانیا د پاچا کپ په وروستۍ ۳۲مه لوبه کې یې په لومړۍ ۱۱ مه دقیقه لوبې ته داخل شو او د خپل قوي وړتیا د ښودولو سره د ټولو په زړونو کې تخت جوړ کړ. د ویلو ده چې ریل مادرید  د ارانډینا لوبډلې ته  ۳ د یو په مقابل کې  ماتې ورکړه. په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د اردا ګولر په اړه خبرې کولې، د ریال ماډریډ مشر فلورینټینو پیریز غبرګون په میدان کې د ځوان ستوري له لیدلو وروسته خورا ښه اغیزه وکړه.



اړوند خبرونه