د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې "د ګالاتا د پل تاریخي غونډه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
استانبول د نوي کال په لومړۍ ورځ د فلسطین نه د ملاتړ په خاطر د یوې سترې او تاریخي غونډې شاهدي وکړه. د ۳۰۸ غیر دولتي سازمانونه په نوښت شهیدانو ته د دعاء، فلسطین نه ملاتړ او پر اسرائیلو لعنت تر نامه لاندې په جوړه شوې غونډه کې په زرګونو تنو هیوادوالو ګډون کړی وو. . په سلګونو زره خلک د سهار د لمانځه لپاره د ایا صوفیا، سلطان احمد، سلیمانیه او امین اونو نوي جوماتونو کې راټول شوي او د سهار د لمانځه نه وروسته د ګالاتا د پل پر لورې لاریون وکړ. پدې ستر او لوی لاریون کې ګډون کوونکو نړۍ ته یو ډیر غوڅ او ښکاره پیغام واستوه. پدې غونډه کې د پي کاکا ترهګری سازمان د اسرائیلو قاتل او ظالم حکومت وغندل شو.
وطن ورځپاڼې "د انرژۍ وزیر بیرقدار: په ۲۰۲۴ کال کې زمونږ هدف په شرناق کې د تیلو ورځنی تولید ۱۰۰ زره بیرلو ته لوړول دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې
د انرژی او طبیعی زیرمو وزیر الپ ارسلان بیرقدار وویل چې دوی د جمهوریت په تاریخ کې ترټولو لوی د تیلو زیرمې په شرناق ولایت کې موندلي دي . پدې سیمه کې چې نن ورځنی تولید ۳۰ زره بیلره دی او په ډیره لنډه موده کې به شرناق ولایت د تورکیې په کچه د تیلو د تولید په مرکز بدل شي. هغه وویل چې زمونږ هدف په ۲۰۲۴ کال کې دلته د تیلو ورځنی تولید کچه ۱۰۰ زرو بیلرو ته لوړل دي.
حریت ورځپاڼې " د تورکیې ځايي او ملي موټر توګ ټولو ۸۱ ولایتونو ته وسپارل شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ځايي او ملي موټر ټوګ T10X ماډل د دسمبر په میاشت کې ۶زره ۸ تنو ته چې وار د مخه يي فرمایش ورکړی وو وسپارل شول. پدې ډول د تورکیې ۸۱ ولایتونو ته د ټوګ موټر ورسیدل.
د خبر تورک ورځپاڼې " انتالیا ولایت په دسمبر میاشت کې د ګرځندوی ریکارډ مات کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، انتالیا چې د تورکیې د ګرځندوی مرکز بلل کیږي، د دسمبر په میاشت کې د هوا له لارې د راغلو ګرځندویانو سره ریکارډ مات کړ او د نوي کال په اونۍ کې ۱۲۱ زره ۱۳۹ تنو ګرځندویانو کوربه توب وکړ.
صباح ورځپاڼې "د ۲۰۲۳ کال د فوټبال ۱۰۰ غوره لوبغاړي اعلان شول. زمونږ ملي ستوري مونږ ته ویاړ راپه برخه کړ" سرلیک لاندې لیکلي دي ، د فور فو رټو مجلې د ۲۰۲۳ کال د سل غوره فوټبالرانو لست خپور کړ. پدې لست کې د تورکیې نامتو فوټبالرانو هر یو هاکان چالخان اوغلو او ایلکای ګون دوغان هم ځای نیولی دی.