د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
وطن ورځپاڼې "اردوغان: د تورکیې-یونان په توګه، موږ غواړو نړۍ ته یو مثال شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یونان له لومړي وزیر کریاکوس میتسوتاکیس سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: "مونږ غواړو چې ایجین د سولې او همکارۍ په سمندر بدل کړو او د ټولې نړۍ لپاره یو مثال شو. موږ به د تورکیې او یونان په توګه ګډ ګامونه پورته کړو. زموږ تر منځ داسې کومه ستونزه نشته چې د حل وړ نوي."
سټار ورځپاڼې " د اردوغان لخوا ل میتسوتاکیس ته لاورین د کمپ په اړه خبرداری" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یونان لخوا د لاورین کمپ د تړل کیدو په اړه وویل « مونږ په ځانګړې توګه د لاورین کمپ د تړل کیدو هرکلی کوو. ما ټینګار وکړ چې باید په یونان کې د ورته کمپونو د جوړولو مخه ونیول شي چې ترهګرو ته پناه ځایونه برابروي.
صباح ورځپاڼې "په غزه کې د ساحوي روغتون په اړه د کوجا څرګندونې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا ټینګار وکړ چې د دوی هدف په غزه کې د ځایی روغتیایی خدماتو چمتو کول دي او وویل چې په غزه کې درې میشت ځایونه د زیربنا له پلوه مناسب ندي ، د رفاح سرحدي دروازې ته نږدې د څلورم میشته کیدو لپاره د امکان وړ مطالعات ترسره شوي. دوی فکر کوي څلورم ټکی به د ساحوي روغتون لپاره مناسب وي ، کوجا وویل چې دوی پدې مسله د اسرائیلو او مصر د روغتیا وزیرانو سره موافقه کړې.
د خبرتورک ورځپاڼې " په تیرو ۱۱ میاشتو کې د تورکیې د خمسي کبانو صادرات ۲۰ سلنه ډیر شوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د جنورۍ او نوامبر د میاشتو په موده کې له تورکیې څخه د خمسي کبانو صادرات ۲۰ سلنه زیات شوي او ۱۲ میلیونه ۲۰۲ زره ۹۸۰ ډالرو ته رسېدلي دي.
د حریت ورځپاڼې " د تورکیې ایزینه پنیر په اروپايي ټولنه کې ثبت شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر اعلان وکړ چې تورکیې ایزینې پنیر چې د چناق قلعه ولایت یو له غوره خوندونو څخه دی ، د اروپایی اتحادیې لخوا راجستر شو.