د تورکیې د ورځپانو سرټکي
د تورکیې د ورځپانو سرټکي
د صباح ورځپاڼې ″ اردوغان: اې اسرائیلو! لوېدیځ مو ډېر پوروړی دی، خو تورکیه مو پوړوې نده ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په خپله وینا کې وویل چې لویدیځ حماس ته د یو ترهګر سازمان په سترګه ګوري . هغه اسرائیلو او نړۍ ته یې په خطاب کې وویل: "ای اسرائیل، تاسو یو سازمان یاست. دا لویدیځ ستاسو ډیر پوروړی دی. مګر تورکیه نده" حماس ترهګریز سازمان ندی بلکې حماس د آزادۍ او مجاهدینو ډله ده چې د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې لپاره مبارزه کوي."
حریت ورځپاڼې ″ د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان: ځمکني عملیات وحشت په قتل عام بدلوي ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د قطر د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پرون په قطر کې په خپله وینا کې وویل چې پر غزې د اسرائیلو ځمکني عملیات به دغه وحشت په یوه بشپړ قتل عام بدل کړي.
ینی شفق ورځپاڼې ″ پر اسرائیلو د التون غږ ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د ولسمشرۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون پر اسرائیلي چارواکو غږ وکړ چې د ملکي تلفاتو له پامه غورځول ودروي او د خبري کارمندانو د خوندیتوب لپاره قوي اقدامات وکړي.
د خبرتورک ورځپاڼې ″ انتالیا ته د راغلو سیلانیانو شمیر له ۱۴ نیم میلیون څخه واوښته ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د مدیترانې سیاحتي هوټلونو او چلونکو ټولنې رئیس کان کوال اوغلو وویل چې انتالیا ته د راغلو سیلانیانو شمیر تر پرون پورې له د ۱۴ نیم میلیون تنوڅخه واوښته. کاوال اوغلو وویل چې هغه هیوادونه چې ښار ته ترټولو ډیر سیلانیان لیږي په ترتیب سره روسیه ، جرمني او انګلستان دي.
د سټار ورځپاڼې ″ ۱۹۱۵ د چاناق قلعه پل جایزه وګټله ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د ۱۹۱۵ د چاناق قلعه پل ، په تورکیه کې یو له سترو پلونو څخه دی او په نړۍ کې د غوره انجینرۍ پروژو څخه دی، د "نړیوال غوره پروژو" سیالۍ کې لومړی جایزه ترلاسه کړه.