د تورکیې د ورخپاڼو سرټکي.

د تورکیې د ورخپاڼو سرټکي.

2042083
د تورکیې د ورخپاڼو سرټکي.

 

د خبرتورک ورځپاڼې " اردوغان: د عملیاتو بریا د ویاړ خبره ده " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ،  د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې اذربایجان د خپلو مشروع او عادلانه اندیښنو په اړه  د ارمنیانو لازم ځواب ندی ترلاسه کړي. اردوغان وویل، اذربایجان باید په خپله خپلواکه خاوره کې د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړي. هغه وويل: "د عملياتو برياليتوب د وياړ خبره ده."

 

صباح ورځپاڼې  "نخچیوان کې د تاریخي پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه" د سرلیک لاندې لیکلي‌‌ دي‌ ، د ایغدیر-نخچیوان طبیعي ګاز نللیکې  بنسټ  ډبره د ولسمشر اردوغان او د اذربایجان ولسمشر الهام علییف لخوا کېښودل شوه. اردوغان وویل، دا پروژه به د انرژۍ په برخه کې له اذربایجان سره زموږ ملګرتیا نوره هم ژوره کړي او د اروپا د انرژۍ د رسولو په امنیت کې به هم مرسته وکړي.

 

د سټار ورخپاڼې  " له  مکرون څخه  سخته پوښتنه" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

د اذربایجان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ایهان حاجي زاده  د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون د هغو څرګندونو په اړه غبرګون وښود چې د ارمنستان ملاتړ کوي او پر دغه هېواد یې تور پورې کوي. حاجي‌ زاده  وویل: دا حقیقت چې فرانسه چې له دېرشو کلونو راهیسې یې د اذربایجانیانو د حقونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې، له خپلو خاورې شړل شوي او په ډله ییزه توګه وژل شوي، اوس د ارمنیانو له حقونو څخه دفاع کوي. ښه نیت نه لري.

 

وطن ورځپاڼې  "راځئ چې په اروپايي اتحادیه کې د ترکیې له غوښتنې سره موافقې ته ورسیږو" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ناقانونه کډوالو زیاتوالی د اروپایی اتحادیې هیوادونو ترمنځ د کړکیچ د زیاتیدو لامل شوی. پداسې حال کې چې په ډیری اروپایی هیوادونو کې د پناه غوښتنې په مرکزونو کې ځای نه دی پاتې ، د اروپا پلازمینې د مسؤلیت شریکولو لپاره د ګډ حل موندلو کې ستونزې لري. د یونان د مهاجرت او پناه غوښتنې وزیر دیمیتریس کیریدیس پر اروپایی اتحادیې غږ کړی چې له تورکیې سره یوې موافقې ته ورسیږی.

 

ییني شفق ورځپاڼې  "پانګې اچوونکو ترکي لیرو  (TL) ته مخه کړه" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ،د مقرراتو وروسته چې هدف یې د ترکي لیرې زیرمو ونډې زیاتول دي ، پانګوالو بیا تورکي لیرو ته مخه وکړه. دې ته په اشارې سره چې مخکښ شاخصونه ښیي چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو په خپلو پورونو کې د ترکي لیرې شتمنیو برخه کې زیاتوالی پیل کړی، د مرکزي بانک  مشرې حافظې ګایا ایرجان دا پیغام ورکړ: "موږ د ترکي لیرې شتمنیو غوښتنې زیاتولو ته ژمن یو."



اړوند خبرونه