د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

حریت ورځپاڼې اردوغان: پر قرآن کریم بریدونه د منلو وړ ندي ² د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د امريکا په نيويارک ښار کې د تورک – امريکن د شورا د ملي رهبرۍ کمېټې له خوا په جوړه شوې میلمستیا کې وکړې. اردوغان وویل، د نړۍ د دوه میلیارده مسلمانانو پر سپېڅلو مکانونو او کتاب د وینا د ازادۍ ترنامه لاندې برید کولو ته مشروعیت ورکول په هیڅډول زمونږ لپاره د منلو وړ خبره نده. دا د وینا ازادي نه بلکې د نورو د ازادي د خپو لاندې کول دي.
صباح ورځپاڼې ² له ایلون مسک څخه د اردوغان غوښتنې په نړۍ کې د پام وړ انعکاس موندلی ² د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا په نیویارک ښار کې د ټیسلا له بنسټګر ایلون مسک سره په لیدنه کې له هغه څخه وغوښتل چې په تورکیه کې د ټیسلا ۷مه فابریکه جوړه کړي. نړیوالو سازمانونو په خپلو سرلیکونو کې مسک نه د اردوغان غوښتنې ته ځای ورکړی دی.
وطن ورځپاڼې "ولسمشر اردوغان ایلون مسک ته په ټیکنو فسټ فیستیوال کې د ګډون بلنه ورکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر اردوغان د سپیس ایکس د فضايي ټرانسپورټ شرکت له بنسټ ایښودونکي او اجراییوي رئیس ایلون مسک سره په لیدنه کې د تورکیې د تخنیکي پرمختګونو په اړه خبرې وکړې. د غونډې په جریان کې ، اردوغان مسک ته د نړۍ ترټولو لوی فضا ، هوایی چلند او ټیکنالوژۍ فیستیوال ټیکنوفیست ته بلنه ورکړه چې د سپټمبر له ۲۷ څخه د اکتوبر لومړۍ نیټو ترمینځ په ازمیر کې جوړیږي.
یني شفق ورځپاڼې "تورکیه په دفاعي صنعت کې یو عرضه کونکی هیواد ګرځیدلی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادر اورال اوغلو د تورکیې د فضايي صنایعو شرکت (TUSAŞ)، ګوک بي هلیکوپتر، اټک هلیکوپتر، هرجیت الوتکې، د هرکوش سپکې الوتکې، د ANKA بې پیلوټه الوتکې او ملي جنګي الوتکې کان د تولید تاسیساتو څخه لیدنه وکړه. اورال اوغلو وویل چې ترکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې یو عرضه کوونکي هیواد ګرځیدلی دی.
سټار ورځپاڼې "امریکا: موږ له تورکیې سره د سوداګرۍ جدي فرصت وینو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د نړیوال بازارونو لپاره د امریکا د سوداګرۍ وزارت مرستیال ارون وینکتارامان وویل چې دوی د امریکا او تورکیې ترمینځ سوداګرۍ ته په چټکۍ سره وده ورکولو لپاره یو جدي فرصت ویني او دا ممکنه ده چې د سوداګرۍ ۱۰۰ میلیارد ډالرو هدف ته ورسیږو.