د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرتورک ورځپاڼې ” اردوغان د فلسطین له ولسمشر عباس او د حماس له مشر هانیه سره لیدنه وکړه “ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د فلسطین د مشر محمود عباس او د حماس د ډلې له مشر هانیه سره چې تورکیې ته په رسمي سفر راغلي وو لیدنه وکړه.
د صباح ورځپاڼې ” اردوغان د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل“ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي د بهرنيو چارو د مرکزي کميسيون رئیس او د بهرنيو چارو وانګ يي چې د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغلی وو تیره ورځ په پلازمینه انقره کې د ولسمشر رجب طيب اردوغان لخوا حضور ته ومنل شو. ولسمشر اردوغان د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو په ټولو ابعادو خبرې وکړې.
د سټار ورځپاڼې ” د بهرنیو چارو وزارت: د سپېڅلو کتابونو په اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړې هرکلی کوو“ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د هغه پریکړه لیک د تصویب هرکلی وکړ چې د سپېڅلو کتابونو پر وړاندې تاوتریخوالی د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بولي او دا ډول کړنې په کلکه غندي.
وطن ورخپاڼې ” د تورکیې او تاجکستان ترمنځ د پوځي مالي همکاریو تړون لاسلیک شو “ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د دفاعي صنایعو په نړیوال نندارتون (IDEF) کې چې دوه اړخیزې ناستې ترسره شوې، د تورکیې او تاجکستان ترمنځ د مالي همکاریو تړون او د نغدي مرستو د تطبیق پروتوکول لاسلیک شو. دغه پروتوکول د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر او د تاجکستان د دفاع وزیر جنرال شیرعلي میرزو ترمنځه لاسلیک شو.
حریت ورځپاڼې ” د همکاریو تړون به سل زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي“ د سرلیک لاندې لیکلي دي، په انقره کې د متحده عربي اماراتو سفیر سید ثاني الظهري ویلي چې د تورکیې او متحده عربي اماراتو د هراړخیز اقتصادي مشارکت تړون چې د سپټمبر له لومړۍ نیټې نافذیږي، په تورکیه کې به سل زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.