د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې " اردوغان: له نخچیوان سره به د تورکیې اړیکي لا پیاوړې شي "د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په اذربایجان کې په خپله وینا کې وویل چې زنګیزور دهلیز به د تورکیې او اذربایجان د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي. اردوغان وویل، "که چیرې موږ د زنګیزور مسله په چټکۍ سره حل کړو، دا به موږ ته دوه مهم ګامونه پورته کړي. د لویې لارې او د اورګاډي په دواړو نقطو کې د ګام اخیستلو سره به د ایغدر- نهچیوان اړیکې پیاوړې کړي."
د سټار ورځپاڼې " علی یف: تورکیه او اذربایجان به له اوس څخه په بهرنۍ پالیسۍ کې ګډ دریځ څرګند کړي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف پرون په یوه بیان کې وویل، تورکیه او اذربایجان به له نن څخه د بهرنی سیاست په برخه کې ګډ دریځ څرګند کړی. په بهرنۍ پالیسۍ کې هم زموږ ګډ فعالیتونه د سیمې لپاره ډېر اهمیت لري. هغه وویل، د تورکیې او اذربایجان د یووالي عنصر د سیمې د پرمختګ، ثبات او امنیت لپاره ډېر مهم دی.
د صباح ورځپاڼې " جرمنیان د توګ فابریکې ستاینه کوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني د رسنیو استازو د تورکیې د کورني او ملي لید پروژې ټوګ موټر د بورسا ولایت په ګیملیک، کې د ټیکنالوژۍ د مرکز او فابریکې نه لیدنه وکړه. ، د ګیملیک تاسیسات د آلمانانو د پام وړ مرکز ګرځیدلی.
ینی شفق ورځپاڼې " د ترکش ایرلانیز د تخنیک او اماراتو شرکت ترمنځ د الوتکو د سرویس په اړه تړون لاسلیک شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکش ایرلاین شرکت د تخنیکي برخې او د متحده عربي اماراتو میشته هوایی شرکت اماراتو سره یو تړون لاسلیک کړ . ددې تړون له مخې د اماراتو شرکت به د خپلو بوینګ ۱۷ ډوله او بوینګ ۷۷۷ ډوله الوتکو د سرویس خدمات په تورکیه کې ترسره شي.
د خبرتورک ورځپاڼې " د اپریل د بهرنۍ سوداګرۍ شاخصونه اعلان شول " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د اپریل لپاره د بهرنۍ سوداګرۍ شاخصونه اعلان کړل. په همدې توګه، د صادراتي واحد ارزښت شاخص د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله په اپریل کې یو عشاریه یو سلنه ډیر شوی.