د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې " نړۍ د پنځو څخه لویه ده پيغام " د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند د ۱۴مې دورې د عنعنوي افطار په پروګرام کې د «نړۍ له پنځو څخه لویه ده» د شعار په تکرارولو سره وویل ، د بشریت برخلیک یواځې د پنځو هیوادونو انصاف ته پریښود د منلو وړ خبره نده. اوسنی نظم نور د دوام وړ نه دی. "
سټار ورځپاڼې "اکار: دا زموږ هیله ده چې د ايژې او مدیترانې سمندرونه په واقعیا د دوستۍ سمندرونه شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د یونان له دفاع وزیر نیکولاس پاناګیوتوپولوس سره په ګډه خبري ناسته کې چې د هغه په بلنه هاتای ته راغلی و، وویل: "زموږ هیله دا ده چې ایژې او مدیترانې سمندرونه په ریښتیا د دوستۍ په سمندرونو بدل شي."
وطن ورځپانې "د مارچ په صادراتو کې ټول وخت ریکارډ" د سرلیک لاندې لیکلي دي
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر محمد موش وویل چې "په تولید او عرضه کې د زلزلې له امله رامینځته شوي منفي پایلو سره سره، زموږ صادرات د مارچ په میاشت کې ۴ عشاریه ۴ سلنې ډیریدو سره ۲۳ عشاریه ۶ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي. دا د هر وخت ترټولو لوړ میاشتنی صادرات دي."
حریت ورځپاڼې "علی یف ته ټوګ موټر وسپارل شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي
د تورکیې کورنی او ملي موټر توګ د آذربایجان ولسمشر الهام علی یف ته د تورکیې د صنعت او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک لخوا وسپارل شو. علی یف دویم کس شو چې له ولسمشر اردوغان وروسته یې توګ موټر ترلاسه کړ. اردوغان علی یف ته د توګ د مالکیت له امله مبارکي وویله.
صباح ورځپاڼې "د جرمني او انګلستان بازارونو کې د سیاحت ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د مدیترانې سیاحتي هوټلونو او اصنافو ټولنې مشر کان کاشف قوال اوغلو وویل چې د روان کال په لومړنیو ۳ میاشتو کې د ګرځندوی په برخه کې د ۲۰۱۹ کال ارقامو نه خپه واوښته چې دا یو ریکارډ دی. ، د المان او انګلستان په ګرځندویانو کې ریکارډ زیاتوالی راغلی دی. ۵۰ سلنه ډیر شوي دي.