د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې "د امریکا او یوناني قبرس لوري ته د بهرنیو چارو وزارت خورا واضح خبرداری: هیڅوک نشي کولی زموږ لوري ته لاس اوږد کړي "د سرلیک لاندې لیکلي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د یونان د قبرس له ادارې سره د امریکا د نیوجرسي ایالت د ملي ګارد له خوا د یوه تړون لاسلیکول غندلي دي. په بیان کې راغلي دي: «مونږ هیله لرو چې د یونان قبرس اړخ به دا حقیقت درک کړي چې په کوم ځای کې چې ضامن هیواد تورکیه شتون ولري هلته به هیڅکله هم د قبرس ترکان لاساوږد نکړي او موږ ټینګار کوو چې د امنیت د تامین لپاره به هر ډول اقداماتو ته دوام ورکړو.
وطن ورځپاڼې "اکار: زموږ اتلو ځواکونو په تیرو دریو میاشتو کې ۳۴۰ ترهګر له منځه وړي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصياکار پرون په یوه بیان کې وویل: " د تورکیې اتلو وسله والو ځواکونو په تیرو دریو میاشتو کې ۳۴۰ تنه ترهګر له منځه وړي. مهمه نده چې څوک د دوی تر شا وي، څوک دوی ته وسلې، چورلکې، مهمات یا پیسې ورکړي، موږ هوډ لرو چې ترهګر نابوده کړو."
سټار ورځپاڼې " برتانوي رسنۍ: Bayraktar TB2 د روسیې فوق العاده پوځي برتري کمزورې کړې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د روسیې او اوکراین لخوا کارول شوي ډرون الوتکو پرتله کولو له امله ، د ټولو پام بیرقدار TB2 ته رااوښتی دی. برتانیوي مطبوعاتو تبصره کړې چې "بایرقدار ټي بي ۲ د روسیې د فوق العاده پوځي برتری په کمزوري کولو کې خورا مرسته کړې".
یینی شفق ورځپاڼې " د تورکیې د لومړي اټومي بټۍ د اق قویو مهم پړاو ته رسیدلې " د سرلیک لاندې لیکلی دي ، د لومړي واحد د بنسټ ډبرې ایښودلو څخه پنځه کاله تیریږي. په دې پروسه کې د برېښناکوټ د ټولو واحدونو د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د پروژې د لومړي واحد د فعالیدو لپاره چې سږکال به په فعالیت پيل وکړي معکوس شمیرنه پيل شوې ده.
حریت ورځپاڼې " په دریو میاشتو کې ۷۹۷ زره ۹۲۰ سیلانیان انتالیا ته راغلي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د جنوري له لومړۍ نیټې څخه د مارچ تر ۳۱ نیټې پورې انتالیا ته د راغلو سیلانیانو شمیر ۷۹۷ زره ۹۲۰ تنه وو. د سیلانیانو د شمیر له مخې، روسیه لومړی، المان دویم او برتانیا دریم ځای لري.