د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1962837
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرتورک ورځپاڼې  "اردوغان: د زلزلې زیان ۱۰۴ میلیارده ډالره دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د زلزلې زیان  ۱۰۴ میلیارده ډالره دی. اردوغان د دې په بیانولو سره چې په زلزله کې ویجاړ شوو  ټولو ښارونو به بیا ورغوي او په خپلو خپو به يي ودروي.  زموږ هدف دا دی چې په یو کال کې د زلزلې د ځپلو سیمو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي ودانۍ جوړول دي.

 

صباح ورځپاڼې  "اردوغان: موږ به دا پیوستون هیر نکړو" د سرلیک لاندې لیکلي  دي، د تورکیې ولسمشر اردوغان په بروکسل کې په ترکیه کې د زلزلې له امله د زیانمنو شوو کسانو په خاطر په جوړه شوي د مرستې راټولو په کنفرانس کې  د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ. اردوغان وویل،  موږ به په دې سختو ورځو کې د خپلو  ټولو دوستانو ، اروپایی ټولنې، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو لخوا د دې سازمانونو ، غړو او نوماند هیوادونو څرګند پیوستون  او مرستې هیڅکله هم هیر نکړو.

 

سټار ورخپاڼې  "تورکیې ته د اروپايي ټولنې  لخوا د ۱ میلیارد یورو زلزلې مرسته" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشر وان دیر لاین وویل، اروپايي کمیسیون به له زلزلې وروسته د بیارغونې لپاره له تورکیې سره یو میلیارد یورو مرسته وکړي. لاین  په تورکیه او سوریه کې د زلزلې ځپلو سیمو سره د مرستې غوښتنه وکړه.

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "چاووش اوغلو-ډینډیس ټیلیفوني  خبرې" د سرلیک لاندې لیکلي دي،د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ټینګار وکړ چې تورکیه  او یونان دواړه هیوادونه په تورکیه کې د زلزلې په ناورین او په یونان کې د اورګاډي په پیښه کې د یو بل سره پیوستون لري. چاوش اوغلو وویل  دا به په دوه اړخیزو اړیکو باندې هم مثتبې اغیزې وکړي .همداشان دوی موافقه کړې چې په نږدې راتلونکي کې بیا سره وګوري او زیاته یې کړه چې هغه به خوښ وي چې په تورکیه کې د ډینډیا کوربه توب وکړي، یا دا چې دوی هرکله او هر چیرې چې امکان ولري سره وویني.

 

حریت ورځپاڼې "نړۍ د توګ په اړه  خبرې کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دی،

د ترکیې بریښنایی موټر توګ په امریکا کې د نړۍ ترټولو لوی مصرف کونکي الیکترونیکي نندارتون  سیس ۲۰۲۳  کې د څلورم غوره برانډ په توګه وټاکل شو. پدې نندارتون کې ۳۲۰۰ برانډونو ګډون کړی وو چې ټوک پکې د څلورم غوره موټر په توګه وټاکل شو.



اړوند خبرونه