د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې "اردوغان: موږ له خپلو متشبثینو څخه تمه لرو چې خپل ټول امکانات د زلزله ځپلو لپاره سفربر کړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان په هغه پيغام كې چې د يورو اسيا اقتصادي غونډې ته يې لېږلى و، وويل: "موږ له خپلو متشبثينو هيله لرو چې د خپلو كاري ځايونو، فابريكو، د ډوډۍ د ځايونو ساتنه وكړي او زموږ د زلزله ځپلو لپاره د مرستې په موخه خپلې ټولې وسيلې په كار واچوي."
د ینې شفق ورځپاڼې "د ملي دفاع وزارت څخه د غلو دهلیز په اړه بیان" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزارت لخوا د تورې بحیرې د غلې دهلیز په اړه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دې نوښت د غځولو په برخه کې د ښکیلو خواوو لخوا پورته شوي ګامونه ستایل شوي او ویلي یې دي چې تورکیه به په سیمه کې د سولې او بشردوستانه چارو په تامین کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د خبرتورک ورځپاڼې "د تورکیې د چای صادرات له درې عشاریه دوه میلیون ډالرو څخه واوښتل" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د جنورۍ او فبروري په میاشتو کې له تورکیې څخه د چایو صادرات ۸ سلنه زیات شوي او ۳ میلیونه ۲۷۴ زره ۸۷۲ ډالرو ته رسېدلي دي.
وطن ورځپاڼې "د توګ بیه په رسمي ډول اعلان شوې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې د لومړي کورني برښنايي موټر، توګ د سي سیګمنټ سو ماډل موټرو بیه اعلان شوه.
د کورني موټر معیاري رینج ماډل بیه ۹۵۳ زره تورکي لیرې ټاکل شوې، او د اوږد واټن ماډل بیه د یو ملیون ۲۱۵ زره لیرې ټاکل شوې دی.
د صباح ورځپاڼې "ګالاتاسرای د زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه په اذربایجان کې ځانګړې لوبه کوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
ګالاتا سرای به په یوه ځانګړې لوبه کې، چې عاید یې زلزله ځپلو ته ورکول کیږي، د اذربایجان له قره باغ لوبډلې سره مخامخ شي. دا لوبه به د مارچ په ۲۶ مه د باکو په اولمپیک لوبغالي کې ترسره شي.