د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1956510
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرتورک ورځپاڼې  "د سویلي کوریا ولسمشر وویل چې  هیواد يي له تورکیې سره یو ریښتینی ورور هیواد دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د سویلي کوريا ولسمشر يون سوک يول د فبرورۍ په شپږمه نېټه د تورکیې د قهرامانماراش او شاوخوا ولایتونو کې له زلزلې وروسته د لټون او ژغورنې په فعالیتونو کې د ګډون تورکیې ته راغلو د کوريا له ناورين سره د مبارزې له ډلې سره وکتل. هغه دلته په خپله وینا کې وویل چې "زموږ همکاري به يو سمبول وي چې ښيي دواړه هېوادونه ریښتیني وروڼه هیوادونه دي."

 

صباح ورځپاڼې  "ملګري ملتونه: په تورکیه کې د زلزلې له امله زیانونه له ۱۰۰ میلیارد ډالرو څخه زیات اټکل شوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د تورکیې مقیم استازې لوئیسا وینټون اعلان وکړ چې په تورکیه کې د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو کچه له سلو میلیارد ډالرو څخه اوښتې ده.

 

حریت  ورځپاڼې " د امریکا په رسنیو کې د تورکیې د لومړنۍ ځايي او ملي  بې پیلوټه جنګي الوتکې قزل ایلما انعکاس " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د ترکیې ملي بې پیلوټه جنګي الوتکه  قزل ایلما چې د بایکار لخوا تولید شوې او د جنوري په ۲۳ نیټه یې په بریالیتوب سره خپله دوهمه ازمایښتي الوتنه بشپړه کړه، د امریکا په رسنیو کې  په تودې موضوع  بدله شوې. د بزنیس انسایډر ورځپاڼې د قزل ایلما په اړه  وویل چې " قزل ایلما  کولی شي د تورکیې ډرون صنعت  په برخه کې د عطف نقطه شي.

د ینې شفق ورځپاڼې  "پنځو سکتورونو صادراتو ریکارډ مات کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په تورکیه کې هغه ولایتونه چې د زلزلې له امله سخت اغیزمن شوي  دي او اقتصادي او تولیدي فعالیتونه پکې د ځینو ستونزو سره مخامخ شوي دي ، د ټولو دې ستونزو سره سره  ۵سکټورونه  لکه څرمن  او څرمنیز  محصولات، د موټرو سکتور، بریښنا او بریښنایی توکي، زیورات، د ایرکنډیشن سکتور د جنوري – فبروري په میاشتو کې  ترټولو لوړ صادرات کړي  دي.

 

د سټار ورځپاڼې  "د استانبول هوایی ډګر بل ویاړ هم ترلاسه کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د استانبول هوایی ډګر د هوایی ډګرنړیوالې شورا او د سفر ټیکنالوژۍ شرکت امادیوس لخوا ترسره شوی سروې کې په نړۍ کې تر ټولو د غوره هوايي ډګر په توګه ټاکل شوی دی..



اړوند خبرونه