د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1953793
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "اردوغان: دا ملت به د می په ۱۴ هغه څه وکړي چې اړین دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند د پارلماني ډلې په غونډه کې د وینا پر مهال د ټاکنو د نیټې په اړه بحثونو ته د پای ټکی کېښود. اردوغان وویل: " پدې خبره ښه پوه شئ چې  انشاالله دا ملت به می په ۱۴  هغه څه وکړي چې اړین دي. ولسمشر اردوغان ددې څرګندونو سره د ولسمشرۍ ټاکنو نیټه نهايي کړه"

 

د وطن ورځپاڼې"د سان انډریاس فالټ لاین سره دومره ورته والی لري لکه غبرګونکې "

د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د قهرمان ماراش ولایت زلزله د امریکا د تحقیقاو په موضوع بدله شوې ده .د دې دلیل دا دی چې د ختیځ اناتولي فالټ لاین د سان انډریاس فالټ ته ډیر ورته دی چې د امریکا  د کالیفورنیا ایالت څخه تیریږي. د نیویارک ټایمز په وینا، ساینس پوهانو ویلي چې په تورکیه کې زلزلې په کلیفورنیا کې د احتمالي زلزلې په اړه خورا لارښوونې وړاندې کوي.

 

سټار ورځپاڼې  "د یورونیوز څخه د تورکیې  په اړه مهم تحلیل: هیڅ لغوه نه کیږي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، یورونیوز نړیوال خبري پورټل "تورکیه د ټولې نړۍ سیلانیان راجلبوي" تر سرلیک لاندې په خبر کې ویلي چې په ۲۰۲۲ کې له ۵۱ میلیون څخه زیات سیلانیان تورکیې ته سفر کړی. په خبر کې ویل شوي چې د لیدنې اصلي ځایونه لکه انتالیا، موغلا، ازمیر، کاپادوکیا او قونیا په ځانګړې توګه استانبول د زلزلې له زیانمنو سیمو څخه بهر دي، دا یادونه شوې چې د ویجاړونکي ناورین سره سره، سیاحانو خپل سفر او پلانونه نه دی ځنډولی.

 

حریت ورځپاڼې  "موډیز د تورکیې لپاره د ودې اټکل لوړ کړ " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د کریډیټ درجه بندي نړۍوال سازمان موډیز د ۲۰۲۳ کال  لپاره  د تورکیې اقتصادي ودې په اړه اټکل د ۲ سلنې څخه ۲ عشاریه ۳ سلنې ته او د ۲۰۲۴ کال لپاره له ۳ سلنې څخه ۴ سلنې ته لوړ کړ.

د خبرتورک ورځپاڼې  "چینایي BYD برښنايي موټرو شرکت تورکیې ته ترجیح ورکړه"  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د چین د بریښنایی موټرو جوړونکي (Build Your Dreams) د تورکیې بازار ته ترجیح ورکړه . د تورکیې سره د BYD د بریښنایی مسافر وړونکو او سوداګریزو ماډلونو د توزیع لپاره د ارادې یو لیک لاسلیک شو.



اړوند خبرونه