د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1949699
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

وطن ورځپاڼې "اردوغان: ټولې ستونزې به انشاالله هر ژر حل کړو" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د زلزلې ځپلو سيمو نه د عثمانيه او غازي انتپ ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ كې وويل چې، دوى له ټولو شته امکاناتو څخه كار اخيستى او وویل  چې موږ به  د ښارونو  د مركزونو په څېر موږ د  يو كال په دننه کې په زلزله کې زیانمن شوي‌ کلي‌‌ او ددې كليو کورونه هم جوړ کړو او په خپلو خپو به يي‌ ودرو. د ازمیر د زلزلې نه وروسته چې موږ څه ډول  ازمیر له سره جوړ او احیا کړی وي‌ په همدې شان به دا ۱۱ ولایتونه هم له سره ورغو په ډیره لنډه موده کې به ټولې ستونزې حل کړو.

 

د خبر تورک ورځپاڼې  "اکار: ۲۰ زره سوریایان خپل هیواد ته ستانه شوي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د یوې پیړۍ له ناورین سترې زلزلې وروسته له سوریې څخه تورکیې ته د کډوالو د راتګ ادعاوې بې اساسه وبللې او ویې ویل:  له تورکیې څخه سوریې د بیرته ستنیدو لړۍ پيل شوې ده او  اوس مهال د ۲۰ زرو څخه ډیر سوري‌ وګړي‌ خپل هیواد ته ستانه شوي‌ دي.

 

صباح ورځپاڼې   "ملګرو ملتونو له تورکیې او سوریې سره د مرستو د چټکولو غوښتنه وکړه"  د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ملګرو ملتونو سازمان پر غړو هېوادونو غږ کړی چې د تورکیې او سوریې له زلزلې وروسته د مرستې په کمپاین کې لا زیاتې او چټکې مرستې وکړي.

 

سټار  ورځپاڼې " د سوداګرۍ په نړۍوال سازمان کې د هغو کسانو لپاره چې په تورکیه کې په زلزله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی یوه دقیقه چوپتیا غوره شوه" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د سوداګرۍ د نړیوال سازمان   غیر رسمي عمومي شورا په غونډه کې د تورکیې په زلزله کې د وژل شویو کسانو په یاد د یوې دقیقې چوپتیا غوره شوه.

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "په نهو ولایتونو کې به تېل وپلټل شي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

په رسمي جریده کې د خپرې شوې پریکړې له مخې، د تورکیې د پټرولیم کارپوریشن  ته په دیاربکر، شانلی اورفا، بینګول، ایلازغ، انتالیا، ادیمان، غازی انتیپ، کیلیس او قهرامان ماراش کې په ۱۵  ساحو د نفتو اکتشاف جوازونه ورکړل شوي.

 



اړوند خبرونه