د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
یني شفق ورځپاڼې " ټوله ترکیه یو زړه شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
ټوله تورکیه د "پیړۍ د ناورین" د زخمونو د درملنې لپاره یو زړه شوه. د "تورکیه یو زړه" د کمپاین په نتیجه چې د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون په ګډون د ۸ تلویزیوني چینلونو په ګډه ژوندۍ خپرونه کې تنظیم شوی و د زلزله ځپلو لپاره له څه باندې ۱۱۵ میلیارد لیرو څخه ډیرې مرستې راټولې شوې.
د خبر تورک ورځپاڼې "د بسپنې ریکارډ" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
په دې ورځو کې چې د تېرې پېړۍ تر ټولو سترې زلزلې چې د تورکیې په زړه کې ژور ټپونه جوړ کړي ، د زلزله ځپلو په ټپونو د مرحم د پټۍ د لګولو په موخه د مرستې راټولو ستر کمپاین جوړ شو. د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون په ګډون د ۸ چینلونو لخوا په ګډه جوړ شوي دې کمپاین کې د هنر، سوداګرۍ او سپورت نړۍ مخکښو نومونو او عامو خلکو له زلزله ځپلو سره مرسته وکړه. مرکزي بانک د ۳۰ میلیارد لیرو سره ترټولو لویه مرسته وکړه. د بسپنې اندازه؛ ۱۱۵ میلیارده ۱۴۶ میلیون ۵۲۸ زره لیرې ، او جمعآ ۹ میلیونه او ۱۰ زره هم لنډ پيغامونه ترلاسه شوي دي چې د هر پيغام نه ۵۰ تورکي لیرې ترلاسه کیږي.
صباح ورځپاڼې " د زلزله ځپلو لپاره به د نوو کورونو په جوړولو په مارچ کې پیل وشي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، په تورکیه کې په رامنځته شوې وروستۍ زلزله چې مرکز يي د قهرمانماراش ولایت وو له امله لسګونو زرو ژوند له لاسه ورکولو سربیره، په زرګونو کورونه او د کار ځایونه په بشپړ ډول تخریب شوي او له کاره غورځیدلي دي. له دې ناورین وروسته چې نړۍ یې د پېړۍ ناورین بولي، د ولسمشر رجب طیب اردوغان په لارښوونه به د زلزله ځپلو لپاره د مارچ په میاشت کې په سیمه کې د نویو کورونو د جوړولو کار پیل شي.
د سټار ورځپاڼې "د اوکراین د لټون او ژغورنې ډله د تورکې زلزله ځپلې سیمې ته راغلې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،په ترکیه کې د زلزلې نه وروسته د ټولې نړۍ نه ټیمونه په زلزله ځپلو سیمو کې د لټون او ژغورنې په هڅو کې برخه اخلي. د اوکراین د ژغورنې ډلې مشر کونستانتین سیلایوف وویل: "دا ټول هغه څه دي چې موږ کولی شو د هغه ملاتړ او مرستې مننه وکړو چې تورکیې موږ ته د روسیې او اوکراین د جګړې په پیل کې کړې وه.
حریت ورځپانې "د ارمنستان سره د اړیکو نورمالولو بهیر د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې
د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په پلازمینه انقره کې د ارمنستان د بهرنیو چارو له وزیر اررات میرزویان سره په ګډه خبري غونډه کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د عادي کیدو په اړه د پام وړ څرګندونې وکړې. چاووش اوغلو وویل ، "موږ اړتیا لرو دې پیوستون ته دوام ورکړو. په جنوبي قفقاز کې د عادي کېدو بهیر دوام لري.»