د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1941065
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

یني شفق ورځپاڼې  "د اردوغان لخوا سویډن ته ښکاره پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې تر هغه به په ناټو کې د سویډن غړیتوب تصویب نکړو تر کومه چې پدې هیواد  قرانکریم ته د سپکاوي مخه نیول شوي نوي. اردوغان پرون په یوه بیان کې وویل، د فنلنډ په اړه زموږ نظر مثبت دی، خو د سویډن په اړه ندی.

د خبرتورک ورځپاڼې  "د وزیر چاووش اوغلو لخوا سویډن او فنلنډن ته  پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون په یوه بیان کې وویل چې "مونږ د ناټو  په سازمان کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب د پروسې په اړه د سویډن له خوا کوم کوټلي ګامونه نه دي لیدلي، سویډن باید د هر څه نه  مخکې د تورکیې امنیتي اندیښنې درک کړي.

د صباح ورځپاڼې  "وزیر اکار: موږ بریدونو ته سمدلاسه او څو برابره  ځواب ورکوو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د عراق په شمال کې د تورکیې په پوځي هډې د برید په وویل  " وخت ناوخته دا ډول د  ځورونې بریدونه کیږي، او مونږ هم ورته سمدلاسه او ډیر سخت  ځواب ورکوو."

سټار ورځپاڼې "د بلجیم دولتي چینل: ولسمشر اردوغان هغه څه ترلاسه کړي  چې اروپایي مشران یې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د بلجیم دولتي چینل RTBF د تورکیې په اړه د پام وړ خبر خپور کړ. په خبر کې ویل شوي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ځانګړې توګه په نړیواله کچه مهم ګامونه پورته کړي دي. دا تاکید شوی چې ولسمشر اردوغان هغه څه ترسره کړي چې نور اروپایی مشران یې نشي ترسره کولی. د تورکیې ولسمشر د نړۍ یو ډیر مهم مشر دی.

حریت ورځپاڼې  "انتالیا ولایت د ګرځندوی په برخه کې د جنوري په میاشت کې هم ریکارډ جوړ کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ میاشت کې په انتالیا کې چې د تورکیې د سیاحت پلازمینه بلل کیږي، یو ټول وخت ریکارډ مات شو. د جنورۍ په مياشت کې د هوا له لارې انتاليا ته د راغلو سيلانيانو شمېر د تېر کال په پرتله ۵۸ سلنه زيات شوی او ۲۹۱ زره ۶۴۷ تنو ته رسېدلی دی.



اړوند خبرونه