د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
حریت ورځپاڼې " د ولسمشر اردوغان لخوا د سویډن په اړه څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون په ناټو كې د سويډن او فنلند د غړيتوب بهير ته په اشارې سره وويل، د فنلنډ په اړه به زمونږ پیغام او پریکړه سويډن حیران کړي.
یینی شفق ورځپاڼې "ولسمشر اردوغان په ټولنیزو رسنیو کې دویم تر ټولو زیات تعقیب شوی مشر دی " د یوه بنسټ د څیړنې له مخې چې په ایټالیا کې د ډیجیټل ډیټا تحلیل کوي، ولسمشر رجب طیب اردوغان په ټولنیزو رسنیو کې تر ټولو زیات تعقیب شوي مشرانو کې کې قرار لري. د څیړنې له مخې، په ټولنیزو رسنیو کې د نړۍ ترټولو ډیر تعقیب شوي مشران په لاندې ډول دي. لومړی د امریکا ولسمشر جوبایډن، دویم د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او دریم د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي.
صباح: وزیر اکار: موږ د سولې په برخه کې خپل کار ته دوام ورکوو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې تورکیه په سیمه او نړۍ کې د سولې لپاره مبارزه کوي. اکار وویل، له یوې خوا مونږ د خپلو سرحدونو ساتنه کوو او له ترهګرۍ سره مبارزه کوو له بلې خوا زمونږ په زرګونو پوځیان په ټوله جغرافیه کې د سومالیا، سوډان، کوسوو، بوسنیا په ځانګړې توګه زموږ شمالي قبرس تورکي جمهوریت ،آذربایجان ، لیبیا او په ټوله جغرافیه کې د سولې ،سوکالۍ او امنیت لپاره شپه او ورځ پرته د ځنډه خدمت کوي.
وطن ورځپاڼې " په اوکراین کې د "بیرقدار افسانوي وزرې " مستند فلم د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اوکراین تر ټولو ستر تلویزیوني کانال یو جمع یو د بیرقدار ټي بي ۲ په وسلو سمبال بې پيلوته الوتکو په اړه یو مستند فلم جوړ کړی دی او نندارې ته وړاندې کړی دی. په مستند فلم کې د بایکار د اجرایوي شورا رئیس سلجوق بیرقدار او عمومي رئیس هالوک بیرقدار سره مرکې هم کړي دي .
سټار ورځپاڼې " په مکروني کې د صادراتو هدف یو نیم میلیون ټنه دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تېر کال له تورکیې څخه ۱۶۰ هېوادونو ته د ۹۶۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱،۳ میلیونه ټنه مکروني صادر شوي وو. دا سکټور په پام کې لري چې سږکال خپل صادرات یو نیم میلیون ټنو ته لوړ کړي.