د تورکیې د ورځپانو سرټکي

د تورکیې د ورځپانو سرټکي

1932215
د تورکیې د ورځپانو سرټکي

 

د خبرتورک ورځپاڼې  "تورکیه د ساینس، ټیکنالوژۍ او تولید یو مهم مرکز ګرځیدلی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان څرګنده كړه چې د  مهمو ګامونو په پورته كولو سره تركيه د ساينس، ټكنالوژۍ او توليد په يو مهم مركز بدل شوی دی. اردوغان ټینګار وکړ چې دوی د داسې یو لید تفکر  سره خدمت کوي  چې فرصتونه او سرچینې به د ټول بشریت په خدمت کې وړاندې کړي.

حریت ورځپاڼې  "بیا سویډن، یو ځل بیا دسیسه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

په سویډن کې د PKK/YPG د بیلتون غوښتونکو تروریستي سازمانونو د ملاتړو یوې ډلې د پاروونکو اقداماتو سره  ولسمشر اردوغان او تورکیه په نښه کړل. تورکي سياستوالو دغه پېښه غندلې او له سويډن څخه د ناټو په سازمان کې د ګډون په خاطر  له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو د دریدو او د مسوولينو د پر ځای کولو غوښتنه کړې.

صباح ورځپاڼې " د سویډن سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په انقره کې د سویډن سفیر سټیفن هیرسټروم چې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی و، هغه  ته د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې د PKK د پلویانو لخوا د ولسمشر اردوغان په نښه کولو په اړه د تورکیې غبرګون وښود. هیرستروم تورکیې ته ډاډ ورکړ  چې د دې عمل عاملین به وپیژندل شي، اړین اقدامات به ترسره شي او سویډن به خپلې ژمنې پوره کړي.

وطن ورځپاڼې  "د پارلمان رئیس شینټوپ د سویډن پر خلاف سخت غبرګون وښود" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،په سټاکهولم کې PKK/YPG ترهګریز سازمان د پلویانو لخوا د ولسمشر اردوغان او تورکیې په نښه کولو د عمل په ځواب کې ، د سویډن د پارلمان د رئیس اندریس نورلین رسمي سفر چې د جنوري په ۱۷ تورکیې ته پلان شوی و ، د  تورکیې د پارلمان رئیس مصطفی شینتوپ لخوا لغوه شو.

سټار ورځپاڼې  "لیبیا به له تورکیې سره خپلې موافقې ته دوام ورکړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو اعلان وکړ چې د لیبیا حکومت تورکیې ته خبر ورکړی چې د هایدروکاربن تړون تر شا ولاړ دی. په طرابلس کې د استیناف محکمې د لیبیا د حکومت او انقرې ترمنځ د تیلو او ګازو د اکتشاف په برخه کې لاسلیک شوی د انرژۍ تړون وځنډاوه. چاووش اوغلو وویل چې تورکیې په لیبیا کې  د حفتر رژیم نه ، بلکې د لیبیا د ملي یووالي حکومت چې ملګري ملتونو لخوا د  مشروع  حکومت به توګه په رسمیت پيژندل شوی دی  په رسمیت پیژني.



اړوند خبرونه