د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې” د لویدیځ په وړاندې د ولسمشر اردوغان غبرګون “ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په پلازمینه انقره کې په یو بیان کې پر لویدیځې نړۍ سختې نیوکې وکړې. هغه وویل چې لویدیځ له ترهګرۍ سره په مبارزې کې د منافقانه چلند څخه کار اخلي . هغه په غبرګون کښې وویل ، چې لویدیځ د ترهګرۍ په خلاف د تورکیې په مبارزې سترګې پټوی او نن وي که سبا دوې به دا حقیقت خامخا وویني . دوی په اروپا کې چې د ترهګرو په ځالې اوښتی دی ، د ملاتړو په وړاندې د احتیاطي تدابیرو په نیولو کې ناوخته کړی دی. پدې سیمه کې د ترهګرۍ خطر هره ورځ نور هم لویږي .
د خبرتورک ورځپاڼې "د شهزاده هیري پرخلاف د شینټوپ سخت غبرګون" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شینتوپ د انګلستان د شاهي کورنۍ د غړي شهزاده هیري هغه څرګندونو ته چې د په افغانستان کې یې ۲۵ کسان وژلي دي ډیر سخت تند غبرګون وښود. شینټوپ ټینګار وکړ چې د شهزاده هیري څرګندونې نه یوازې د سپینې اروپایانو نظر دی ، بلکه د کلتور ، چلند او تفاهم څرګندونه هم کوي.
حریت ورځپاڼې " قره اسماعیل اوغلو: مونږ په خپلو هوایی ډګرونو کې د ۱۸۲ میلیون ۳۳۴ زره مسافرینو کوربه توب کړی"
د ترانسپورت او زیربنا وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې په ۲۰۲۲ کال کې په هوایی ډګرونو کې د مسافرینو شمیر د تیر کال په پرتله ۴۲ عشاریه ۱ سلنه ډیر شوی او ۱۸۲ میلیون ۳۳۴ زره ته رسیدلی.
وطن: "د نړۍ لوی شرکتونه تورکیې ته راځي" د سرلیک لاندې لیکلي دي
د صنایعو او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک ویلي دي چې د امریکا د برقي موټر جوړولو شرکت Tesla غواړي چې د تورکیې بازار ته داخل شي او په دې اړه کار دوام لري.
ینې شفق ورځپاڼې "د ۴۷ هیوادونو ته د ۱ میلیارد ډالرو څخه ډیر صادرات" د سرلیک لاندې لیکلي دي، په داسې حال کې چې د هغو هېوادونو شمېر چې تورکیې ورته په ۲۰۲۱ کال کې د یو میلیارد ډالرو ډېر صادرات کړي وو او دا شمیره ۴۳ وه تېر کال دا رقم ۴۷ ته لوړ شوی دی . د ویلو ده چې جرمني، امریکا او بریتانیا په لومړي کتار کې ځای لري.