د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1931081
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ینې شفق ورځپاڼې  "چاووش اوغلو: موږ باور لرو چې جګړه به د خبرو اترو په میز پای ته ورسیږي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د روسیې او اوکراین ترمنځ روانې جګړې ته په اشارې سره وویل، مونږ باور لرو چې جګړه به د خبرو اترو په میز پای ته ورسېږي.

صباح ورځپاڼې "د سوریې په اړه د اکار څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار ددې خبرې په ټینګار  سره وویل چې د تورکیې او سوریې ترمنځ خبرې له ۱۱ کلونو وروسته د دواړو هیوادونو د اړیکو او په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره د خالص نیت سره پیل شوي دي. هغه  وویل دا یو داسې بهیر دی چې زمونږ هیله ده چې د متقابل عمل له لارې پراختیا ومومي. خبرې اترې به د سیمې لپاره د سولې او ثبات په برخه کې مرسته وکړي.

سټار ورځپاڼې  "لویدیځ ته د هالنډي څیړونکي غبرګون: د تورکیې پر وړاندې ستاسې ناسم قضاوت ستاسې سترګې ړنډې کړي دي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

هالنډۍ څیړونکې رینا نتجیس، چې د PKK/YPG ترهګریز سازمان په اړه د تورکیې خبرداریو ته په پام کې نیولو کې د لویدیځو هیوادونو په ناکامۍ نیوکه وکړه، وویل، "د تورکیې پر وړاندې ددوې ناسم قضاوت ددې لامل ګرځیدلی دی چې ، دوی د YPG/PKK ترهګریز سازمان تیاره اړخ نه ګوري."

 

د حریت ورځپاڼې "د آلماني رسنیو لخوا د تورکیې په اړه مهمه تبصره  او له چين څخه د تورکیې ملي الوتکې ستاينه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکيې جوړې وسلې، چې د نړۍ ډېرو هېوادونو ته صادرېږي، د جرمني د رسنیو د اجنډا په سر کې ځای نیولی دی. د ډیا ولټ  ورځپاڼې د تورکیې د دفاعي صنعت د پیاوړتیا په اړه د پام وړ تحلیل خپور کړ. د چین یوې مخکښې ورځپاڼې پیپلز ډیلي د تورکیې د هوايي ځواک د چټک پرمختګ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې «د تورکیې ملي الوتکې له خپلو همکارانو څخه ډیره لوړه او پرمختللې ده».

وطن ورځپاڼې  " په ویګاس کې په نندارتون کې تورکي متشبثینو پراخه ګډون" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د نړۍ ترټولو لوی مصرف کوونکي بریښنایی نندارتون CES 2023 په پراخه ګډون سره د ترکي تصدیو نوښت لرونکي محصولات کوربه توب کوي. د امریکا په لاس ویګاس ښار کې جوړ شوی نندارتون د تورکیې د متشبثینو د ځواکمنتیا شاهدي وکړه.



اړوند خبرونه