د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرتورک ورځپاڼې "د تور سمندرګي ګاز به په مارچ میاشت کې د هیوادوالو مصرف ته وړاندې شي" سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیې په تور سمندرګي کې د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت د ۷۱۰ میلیارد متر مکعب طبیعي ګازو زیرمې موندلې دي. د انرژی او طبیعی زیرمو وزیر، فاتح دونمز وویل، "د مارچ د میاشتې په پای کې به مونږ خپل دا ګاز د هیوادوالو مصرف ته وړانډې کړو".
د سټار ورځپاڼې "نړۍ د تورکیې لخوا د ګازو استخراج په اړه خبرې کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې لخوا په تور سمندرګي کې د طبیعي ګازو نوو زېرمو کشف د نړۍ په رسنیو کې یې پراخ انعکاسات موندلی دي. په خبرونو کې د تورکیې د ګازو د زیاتیدو په اړه جزئیاتو ته ځای ورکړ شوی دی. دا ټینګار وشو چې د ساکاریا په ساحه کې د ګازو زیرمې د تمو او توقعاتو څخه هم زیاتې وې.
وطن ورځپاڼې " د تورکیې ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز به به شانګهای ته الوتنې پیل کړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، چین چې تر دې وروستیو پورې د "صفر کوویډ" پالیسي سره خورا سخت اقدامات پلي کول ، اعلان وکړ چې د جنوري له اتمې نیټې څخه به هیواد ته د راتلوونکو مسافرینو لپاره د قرنطین مکلفیت لرې کړي. له بلې خوا ترکش ایرلاین پلان لري چې د جنوري له ۱۳ څخه د شانګهای الوتنې له سره پیل کړي.
ینی شفق ورځپاڼې "صبیحه ګوکچن هوایی ډګر ریکارډ مات کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د استانبول صبیحه ګوکچن نړیوال هوایی ډګر د دسمبر په ۲۴ نیټه د بهر نه د راغلو ۲۹۱۶۰ تنو مسافرینو سره تاریخي ریکارډ مات کړ. د دسمبر په ۲۴ مه نيټه ، ۲۹۱۶۰ تنه مسافر د نړیوالو الوتنو سره استانبول ته راغلي دي.
صباح ورځپاڼې " استانبول د ونډو بازار پانګوالو خوښ کړل" د سرلکی لاندې لیکلي دي ، استانبول د ونډو بازار ، د پانګوالو لپاره یوازینۍ د اعتماد وړ ادرس باندې شوی دی. سږکال یې د ۲۰۰ سلنې عوایدو سره د شرکتونو پام ځانته اړولی. د استانبول د ونډو په بازار کې د پانګوالو شمیر د ۲۰۲۱ کال د پای په پرتله ۱ میلیون ۲۸۰زره تنو په لوړیدو سره ۳ م۳لیون ۶۵۰ زره تنو ته رسیدلې ده.