د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1921197
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبر تورک ورځپاڼې  " د ولسمشر اردوغان ښځو ته د تورکیې د پیړۍ پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی په هر ډګر کې د مثبت تبعیض په کولو سره ښځو ته د هغوی د هیلو د پوره کولو لپاره ځانګړی اهمیت ورکوو. اردوغان د ښځینه متشبثینو لپاره د ملاتړ کڅوړې په اړه وویل: "زمونږ میرمنو په تیرو ۲۰ کلونو کې د اصلاحاتو او همدارنګه زمونږ د هیواد د ډیموکراسۍ او پرمختیایي پرمختګونو کې مرسته کړې ده. مونږ به ستاسو سره د تورکیې پیړۍ جوړه کړو.

ینې شفق ورځپاڼې " د تورکیې نفوس یو میلیون ۶۵ زره ۹۱۱ تنو ته ډیر شوی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې نفوس په ۲۰۲۱ کال کې د تېر کال په پرتله یو میلیون ۶۵ زره ۹۱۱ تنو زیات شوی او ۸۴ میلیونه ۶۸۰ زره ۲۷۳ تنو ته رسېدلی دی. په ۲۰۲۱ کال کې د نارینه و شمېر ۴۲ میلیونه ۴۲۸ زره ۱۰۱ او د ښځو شمېر ۴۲ میلیونه ۲۵۲ زره ۱۷۲ و. کله چې په هېواد کې په ۲۰۲۱ کال کې زېږېدلو ماشومانو ته ورکړل شوي نومونه وڅېړل شول، په هلکانو کې یوسف او په نجونو کې زینب لومړی ځای خپل کړ.

سټار ورځپاڼې  "د تورکیې د تیلو له پلوه بډایه نوی ښار" د سرلیک لاندې لیکلي دي

د شرناق ښار د ګبار د غره په لمن کې د تېلو په ساحه کې چې له ترهګرۍ څخه پاکه شوې، هره ورځ له پنځو څاګانو څخه ۵ زره ۳۰۰ بېرله تېل استخراجېږي. د ۱۲ څاګانو په تولید سره به هره ورځ ۲۵ زره بېرله تېل له ساحې څخه تولید شي. متخصصین په ګوته کوي چې د ۱۵۰ میلیون بیرل زیرمې استخراج کیدی شي.

صباح ورځپاڼې  "تورکیه د صفر د ضایعاتو د غورځنګ مشر دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس  فخرالدین التون وویل چې تورکیې د اقلیم د بدلون سره د مبارزې په برخه کې په نړیواله کچه په ټولو هڅو کې مثبته مرسته کړې ده. التون وویل چې تورکیه د نړۍ د صفر د ضایعاتو د غورځنګ مشر هم دی.

حریت ورځپاڼې  " استانبول د ونډو بازار یو ځل بیا ریکارډ جوړ کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي د استانبول د ونډو بازار   شاخص پرون د یو عشاریه ۸  سلنې لوړوالي سره د اونۍ لومړۍ ورځ د ونډو د بیو د لوړولو سره پيل کړه. شاخص په پیل کې د ۵۶عشاریه ۳۲  پوائنټونو په لوړیدو سره  ۵۲۷۰  پوینټونو ته ورسید. د ویول ده چې وروسته  بانکدارۍ شاخص بیې هم لوړې شوې . استانبول د ونډو بازار پدې ډول یو ځل بیا ریکارډ جوړ کړ.



اړوند خبرونه