د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې "اردوغان: د دې عملیاتو ادرس او نېټه نشو په ډاګه کولی "د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې – اذربایجان – ترکمنستان د ولسمشرانو په درې اړخیزه سرمشریزه کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته له تګ مخکې په یوه وینا کې د سوریې په شمال کې د پولې په اوږدو کې عملیاتو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «لکه څنګه چې زه تل وایم. نشو کولی چې ددې عملیاتو ادرس او نیټه اعلان کړم. زمونږ هدف د هیواد د سویلي پولو نه پورې غاړه ته د ۳۰ کیلومترو په ژروالي سره د خوندي زون رامنځته کول دي. . زمونږ هیواد په دوامداره توګه د ترهګرو تر ګواښ لاندې دی. په دې وروستیو کې پدې ګواښونو کې زیاتوالی راغلی دی. مونږ به په دې اړه چوپ پاتې نشو. مونږ به له هیچا اجازه وانخلو."
د خبرتورک ورځپاڼې "چاووش اوغلو د تورکیې-آذربایجان-ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې خبرې وکړې." د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د ترکمنستان په آوازه ښار کې د تورکیې – اذربایجان – ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې وویل چې دوی د تورکي دولتونو له سازمان سره د دوه اړخیزو، درې اړخیزو او څلور اړخیزو میکانیزمونو له لارې په تورکي نړۍ کې اړیکې پیاوړې کړې دي.
د ینې شفق ورځپاڼې " د صنایع د سکتور څرخونه ګرځي" د سرلیک لاندې لیکلي دي
د صنعتي تولید شاخص په میاشت کې ۲ عشاریه ۴ سلنه او د اکتوبر په میاشت کې په کلني اساس ۲ عشاریه ۵ سلنه وده کړې ده .
د صباح ورځپاڼې "ټوګ د اروپا بازار ته ننوځي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې د کورني موټر ټوګ مشر مدیر ګورکان قره کاش وویل چې دوی د ۲۰۲۴ کال په پای کې د اروپا بازار ته د ننوتلو په اړه غور کوي.
وطن ورځپاڼې "سیاحتي ختیځ ایکسپریس خپل نوي فصل سفرونه پیل کړل" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، سیاحتي ختیځ ایکسپریس ریل ګاډي، په نړۍ کې د اورګاډي له لارې د سفر کولو لپاره له ۴ غوره لارو څخه یو، د ۲۰۲۲ – ۲۰۲۳ کال د فصل خپل لومړی سفر پیل کړ. ختیځ ایکسپرس ریل ګاډی چې د خواړو او خوب کولو لپاره ځانګړې وواګونونو لري، پدې فصل کې به د ۸۶ سفرونو سره کې ۱۳۷۶۰ مساپر انتقال کړي.