د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1910909
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

 د خبر تورک ورځپاڼې  "د ولسمشر اردوغان څرګندونې" د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په خپله وینا کې وویل، هر څوک چې زمونږ پر ښوونکي لاس پورته کوي او برید کوي، مونږ به یې هر څه له منځه یوسو، مونږ به تر هغه وخته خپلې مبارزې ته دوام ورکړو تر څو چې زمونږ د هېواد پر وړاندې ترهګریز ګواښ پای ته نه وي رسېدلی.

سټار: "د ولسمشر مرستیال اوکتای: "مونږ د ترهګرۍ له ټولو عناصرو سره د مبارزې هوډ لرو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ولسمشر مرستیال فوات اوکتای پرون په پلازمینه انقره کې په یوه بیان کې وویل، "مونږ به په کلکه د خپلو جنوبي پولو په اوږدو کې له هتای څخه تر حقاري  پورې د تروریزم ټولو عناصرو سره مبارزې ته دوام ورکړو."

سهار ورځپاڼې "وزیر چاووش اوغلو د فنلینډ د بهرنیو چارو له وزیر پیکا هاویستو سره ټیلیفوني خبرې وکړې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون د فنلنډ د بهرنیو چارو له وزیر پیکا هاویستو سره په ټیلیفون خبرې وکړې. په دې ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین په وروستیو پرمختګونو او د غلو دانو دهلیز په اړه خبرې وشوې.

حریت ورځپاڼې " وزیر اکار له خپل روسي سیال شویګو سره ټيلیفوني خبرې وکړې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د روسیې د دفاع له وزیر سرګي شویګو سره ټیلیفوني خبرې وکړې. په دې خبرو کې دواړو وزیرانو د سیمې پر دفاعي او امنیتي مسایلو خبرې وکړې.

یینی شفق ورځپاڼې  " کورني موټرو TOGG  تولید دوام لري" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې کورني او ملي موټر، توګ  ډله ایز تولید دوام لري. په داسې حال کې چې د اکتوبر په ۲۹ نیټه د جمهوریت د کلیزې پر ورځ د ټوګ موټرو د فابریکې د پرانیستو انعکاسات دوام لري  یادې شوې فابریکې  ۲۲۷  موټرې تولید کړي دي. تمه کیږي چې  ټوګ چې د ۲۰۲۳ کال  په مارچ کې د نړیوالو تخنیکي وړتیا ازموینو بشپړیدو وروسته بازار ته عرضه شي.



اړوند خبرونه