د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1888222
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

حریت ورځپاڼې "اردوغان: مونږ به په ګډه د تورکیې پیړۍ جوړه کړو" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون په استانبول كې د مشارکت د مالي ستراتيژۍ د اسنادو د  معرفي  په غونډه كې په خپله وينا كې وويل، هيله من يو چې د اقتصادي پړسوب  په مسئلې باندې د برياليتوب له لارې  د نړيوالو پرمختګونو له امله د څه مودې راهیسې احساسیږي د توركيې پيړۍ  په ګډه جوړه كړو، "

 

صباح ورځپاڼې  "چاووش اوغلو: مونږ پرته د تردد نه  د لیبیا تر څنګ ولاړ یو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون د لیبیا پلازمینې طرابلس ته د خپل رسمي سفر په لړ کې وویل چې تورکیه په سختو شرایطو کې د لیبیا او د لیبیا د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او پرته له کوم ځنډ او خنډ نه به ملاتړ ته دوام ورکړي. چاووش اوغلو همداشان اعلان وکړ چې د تورکیې او لیبیا ترمنځ د هایدرو کاربن په برخه کې د تفاهم په نتیجه کې یو تفاهم لیک لاسلیک شو.

 

د سټار ورځپاڼې  "انګلستان خپل مسوولیت نه دی ادا کړی، تورکیه یواځینی هیواد دی چې مونږ پرې باور لرو" د سرلیک لاندې لیکلي دي د شمالي قبرس تورکي جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار، د دې په څرګندولو سره  وویل چې بریتانیا د امریکا متحده ایالتونو لخوا  د سویلي  قبرس ادارې ته د وسلو د بندیز په لرې کولو کې د تضمین کوونکي هیواد په توګه مسؤلیت لري.  "یواځینی هیواد چې مونږ پرې باور لرو هغه تورکیې جمهوریت دی.

 

خبر تورک ورځپاڼې  "پاموک قلعه ته په نهو میاشتو کې یو میلیون او ۵۵۷ زره تنه سیلانیان راغلي دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د دینیزلي ولایت د پاموک قلعه سیمه چې د هیواد یو د خورا مهمو سیاحتي سیمو څخه یادیږي د هرې ورځې په تیریدو سره يي شهرت مخ په ډیریدو دی.

یاد شوې سیمې ته سږ کال د جنوري د لومړۍ او سپټمبر د میاشتې د ۳۰ مو نیټو ترمنځه یو میلیون ۵۷ زره او ۸۵۱ تنه سیلانیان راغلي دي.

یني شفق ورځپاڼې " د ازمیر په یاسی تپه کې ۵۰۰۰ کلنه پیاله وموندل شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ازمیر په بورنووا ولسوالۍ کې د یاشیل اوا د غونډۍ اړوند  د یاسي تپې په سیمه کې په کیندنو کې ، د تراکوټ کڅوړه وموندل شوه چې ۵۰۰۰ کاله تاریخي لرغونوالی لري. د کیندنو د ډلې مشر، پروفیسور ډاکټر ظفر دیرین وویل چې دلته د تاریخي نښو او نښانو او پاتې شونو د تحقیقاتو سره زمونږ هدف د خوراکي توکو او د خوړو کلتور په اړه نوي معلومات ترلاسه کول دي. ددې څیړونو په ترڅ کې یوه پياله چې تاریخي لرغونوالی ۵۰۰۰ کلونو ته رسیږي وموندل شوه.



اړوند خبرونه