د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې "په نیویارک کې د اردوغان مهم پیغامونه" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې – امریکا د ملي رهبرۍ کمیټې په یوه بیان کې وویل: «مونږ له خپلو امریکايي ملګرو تمه لرو چې د PKK-YPG او FETO پر وړاندې زموږ په مبارزه کې په داسې ډول همکاري وکړي چې د اتحاد له روحیې سره سمون ولري. "
سټار ورځپاڼې "فرانسوي چینل: د ولسمشر اردوغان د برتري ثبوت" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، هغه عکس چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ګډون کوونکو مشرانو سره په لیدنه کې اخیستل شوی دی د نړۍ د مطبوعاتو په اجنډا بدل شوی دی. د فرانسې LCI ټلویزیون په سرمشریزه کې د ګډون کوونکو نورو هیوادونو له مشرانو سره د اردوغان د خبرو انځور خپور کړ. په خپرونه کې برخه والو په هغه چوکاټ کې تبصره وکړه چې مشرانو یې د ولسمشر اردوغان خبرې اوریدلې ویلي دي چې دا "د اردوغان د غوره والي ښکاره ثبوت."
حریت ورځپاڼې " د ملکې د جنازې لپاره په ۸ ورځو کې د تورکیې نه انګلستان ته یو عشاریه ۳ میلیونه څانګې ګلان صادر شوي دي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
په انګلستان کې د ملکې الیزابت دویمې له مړینې وروسته، د تورکیې له انتالیا او اسپارتا ولایتونو نه انګلستان ته په ۸ ورځو کې د قرانفیل ګل یو میلیون ۳۱۰ زره څانګې صادرې شوي دي.
خبر ترک ورځپاڼې "د قزل ایلمه په نامه د بې پيلوټه جنګي الوتکې د انجن د ادغام لومړۍ ازموینه ترسره شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې لومړنۍ بې پیلوټه جنګي الوتکه ( بایرقدار قزل ایلمه ) چې د بایکار ټکنالوژۍ لخوا په ملي او ځايي امکاناتو سره جوړه شوې ده د انجن د ادغام لومړۍ ازموینه په بریالیتوب سره سرته ورسیده.
( بایرقدار قزل ایلمه ) بې پیلوټه جنګي الوتکې پروژې د ازموینې بهیر، چې د بایکار ټکنالوژۍ شرکت د ۲۰ کلونو ژورې ټیکنالوژۍ راټولولو او تجربې سره رامینځته شوی، د ځمکنیو ازموینو سره به دوام وکړي. د ویلو ده چې ( بایرقدار قزل ایلمه ) بې پیلوته جنګي الوتکه به خپله لومړنۍ الوتنه په ۲۰۲۳ کال کې ترسره کړي.
دا الوتکه په ډیرو کوچنیو او لنډو ځغاست لیکو کې د کیناستو او الوتنې ظرفیت لري.
یني شفق ورځپاڼې " تورکیه کې د بور معدن نه د لا زیاتو ګټې پورته کولو په خاطر لومړنۍ د فیروبور فابریکې بنسټ کیښودل شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بالیکیسیر په ولایت کې د د فیروبور لومړنۍ فابریکې بڼسټ ډبره کیښودل شوه.
د تورکیې د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر فاتح دنمز وویل چې ددې ډول تاسیساتو د جوړولو کار یې پیل کړی، چې د ۸۰۰ ټنو کلني تولید ظرفیت به ولري او ۱۰۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي. هغه وویل دغه تاسیسات به د ۲۰۲۳ کال تر پایه په کار پیل وکړي.